مقالې او تبصرې

آيا طالبان مو وپېژندل چې څوک دي؟

دا چې زموږ ګران هېواد شل کاله د عصر د فرعونيانو له لوري اشغال شوی و ،نو په دې شل کلنه دوره کې صليبي اشغالګرو ډېر کوښښ کاوه، هغه څوک چې د وطن د آزادۍ فکر لري په رنګارنګ تهمونو متهم کړي کله به يې داړه ماران ، تروريستان  او دهشتګر يادول کله به يې پرديو هېوادونو ته ژمن خلک يادول کله به يې د انسانيت له چوکاټ څخه وتلي خلک بلل. په دې کار کې غربي بدمعاشان يوازي نه وو، بلکې هغو نامردو ايمان پلورونکيو افغانانو هم ډېر مهم رول لوباوه، چې له دين او وطن څخه يې ډالرو ته ډېر ارزښت ورکاوه. سندر غاړو به په سندرو کې د صليبيانو د خبرو تائيد کاوه. مدني فعالانو به په سټوډيوم کې په غونډو جلسو کې  په شور او ځوږ خلک د طالبانو دښمنۍ ته رابلل. سينمايې فلمونه او تمثيلي پارچې به داسي جوړيدي ،چې طالبان به يې له مسلمانانو او انسانانو سره په ټکر کې يادول.  تش په نامه ملايانو هم پکې پوره ونډه اخيسته  داسې ډېر نور مثالونه هم شته ۴۰۰۰ موسساتو د دي لپاره کار کاوه، چې طالب بد اخلاقه او بد کرداره معرفي کړي په لسګونه تلوېزيونونه، سلګونه راډيوګانې بي شمېره مجلې اخبارونه او فيسبوک چلوونکي د همدي کار لپاره وقف وو ،چې د طالب اصلي څېره بدله وښيي.

دا چې زموږ ګران هېواد شل کاله د عصر د فرعونيانو له لوري اشغال شوی و ،نو په دې شل کلنه دوره کې صليبي اشغالګرو ډېر کوښښ کاوه، هغه څوک چې د وطن د آزادۍ فکر لري په رنګارنګ تهمونو متهم کړي کله به يې داړه ماران ، تروريستان  او دهشتګر يادول کله به يې پرديو هېوادونو ته ژمن خلک يادول کله به يې د انسانيت له چوکاټ څخه وتلي خلک بلل. په دې کار کې غربي بدمعاشان يوازي نه وو، بلکې هغو نامردو ايمان پلورونکيو افغانانو هم ډېر مهم رول لوباوه، چې له دين او وطن څخه يې ډالرو ته ډېر ارزښت ورکاوه. سندر غاړو به په سندرو کې د صليبيانو د خبرو تائيد کاوه. مدني فعالانو به په سټوډيوم کې په غونډو جلسو کې  په شور او ځوږ خلک د طالبانو دښمنۍ ته رابلل. سينمايې فلمونه او تمثيلي پارچې به داسي جوړيدي ،چې طالبان به يې له مسلمانانو او انسانانو سره په ټکر کې يادول.  تش په نامه ملايانو هم پکې پوره ونډه اخيسته  داسې ډېر نور مثالونه هم شته ۴۰۰۰ موسساتو د دي لپاره کار کاوه، چې طالب بد اخلاقه او بد کرداره معرفي کړي په لسګونه تلوېزيونونه، سلګونه راډيوګانې بي شمېره مجلې اخبارونه او فيسبوک چلوونکي د همدي کار لپاره وقف وو ،چې د طالب اصلي څېره بدله وښيي.

 خو طالب د کايناتو په ستر رب توکل کړی و له دې ټولو تهمتونو څخه بي پروا و د خپل هدف په لور يې ګړندي ګامونه پورته کول تر دي چې وروسته له ډېرو قربانيو او ستړياوو خپل ستر هدف ته ورسېد په يوولسو ورځو کې يې ټول افغانستان له اشغالګرو او د هغوی له تالې څټو پاک کړ الحمدلله. کله چې کابل فتح شو هغه چاچې له وړاندي طالب پېژندلی و او د دښمن د تبليغاتو تر تاثير لاندي نه و راغلی هغوی د آرام ساه واخيسته  او زړونو ته يې سکون پيدا شو، خو يو شمير ځوانان چې د دښمن د مسلسلو تبلېغاتو تر تاثير لاندي راغلي وو هغوی خپل مرګ ته شيبي شمېرلې ،چې اوس به طالب راځي  او زما سر به له تن څخه جدا کوي، ځينو د تيښتېدو کوښښ کاوه  ځينې بيا له کوره نه راوتل. په دغې ليکنه کې به زما د سترګو ليدلي څو صحني هم درته وکاږم د کابل د فتحې لومړۍ ورځې وې موږ په يوه حوزه کې مېشت وو  امر راته وشو چې بايد ګزمه وکړئ، تر څو د ګډوډيو مخه ونيول شي چې کله ګزمې ته لاړو ،چې د چا به راباندې سترګې ولګيدې ځان يې پناه کاوه.

 هېڅ څوک په مخه نه راتلل په يوه کوڅه کې پلي روان وو، چې له يوه ځوان سره ناڅاپه مخامخ شوو. پرته له دي چې موږ څه پوښتنه تري وکړو، يو دم په ژړا شو او زارۍ يې شروع کړې ملا صاحب پر ما رحم وکړي ما څه نه دي کړي زه مظلوم يم ما مه وژنئ ما مه وهئ حيران شوم ،چې د دښمن تبلېغاتو خو رښتيا پر خلکو اثر کړی موږ د ځوان پر سر د شفقت لاس راکش کړاو ورته ومو ويل څه خدمت وکړو، موږ ستاسې د امنيت لپار را وتلي يو او اجازه مو ورکړه سړی حيران شو ،خو بيا يې هم باور نه کاوه چې ګواکې ټوکې راسره کوي ښه په مينه مو رخصت کړ.

 په همدغې ورځ په يوه بله کوڅه کې ښځې په مخه راغلې اول يې د تيښتې کوښښ وکړ، خو بيا په ژړا شوې له خولې هېڅ خبرې نه وتلې فقط له سترګو يې اوښکې راتللې ،چې اوس به راسره څه عمل کوي  هغوی ته مو هم اطمينان اوتسلي ورکړه، چې مه ډارېږئ موږ ستاسې وروڼه يو، موږ به ستاسې د عزت ساتنه د سر په بيه  کوو.

 د همدغې کوڅې سر ته لا نه وو رسېدلي چې د يوه ملګري تلېفون وشرنګېده خپلوان يې په کابل ښار کې له ډېره وخته اوسېدل هغوی ورته زنګ وکړ ويې ويل په بېړه زموږ د کور خواته راشه ډېر وارخطا وو .ملګري ور غبرګه  څه مشکل دی ،چې دومره وارخطايې ويل يې زما درې لورګانې دي يوه به تاته په نکاح درکړم .يوه به ستا هغه بل ورور ته ورکړم. درېيمه به هم د خپلې منطقې يوه مجاهد ته ورکړم د خدای په خاطر لږ زر راشه هسې نه چې لورګانې مې پنجابيان پاکستان ته يونسي ژړل يې زموږ ملګري چې څومره تسلي ورکوله، چې دا هسې دروغ دي د مخالفينو تبلېغات دي پنجابيان نشته طالبان ټول افغانان دي ،خو هغه نه منله زارۍ يې کولي زما عزت او آبرو وساته.

 دا ټول د طالب پر ضد د تبلېغاتو اثر و ،چې طالبان بدون له وژلو وهلو ډبولو څخه په نور څه نه پوهېږي، خو طالب څه وکړل؟ له څه مخکې يې هغه سيکولر ديموکراتيک اساسي قانون لغوه اعلان کړ ،کوم چې د غربيانو له خوا پر افغانانو په زور تپل شوی و په ځای يې اسلامي شريعتنافذ شو.

 هغه خلک چې د طالب ويني يې څښلې مخامخ ور سره جنګېدل په داسې حال کې يې ورته عفوَ عمومي اعلان کړه ،چې لا يې د شهيدانو د جنازي لمونځ نه و شوي  اوټپيان له سنګر څخه نه وو را کښته کړای شوي سبحان الله.

 ټولو مخالفينو ته يې ډاډ ورکړ، چې ستاسې امنيت هم زموږ وجيبه ده هېڅ د خطر احساس و نه کړئ د کابل هغه غله چې نړيوال ريکارډ يې جوړ کړی و په دوو ورځو کې يې ورک کړل. هغه زور واکي چې د انسانانو په سرونو يې لوبي کولې د هغوی خولې يې وربندېلاسونه يې ور مات کړل ، مظلوم افغانان يې د هغوی له شر څخه خلاص کړل. د شپي له خوا به دې ،چې چا ته د زمري زړه ورکړی وای له کوره نشوای وتلی حال داچې په هره کوڅه کې به يوه پوسته يا کنډک موجود و د طالب په راتګ سره خلک شپه او ورځ په ډاډه زړه ګرځېدل او بشپړ امنيت راغی لکه په اور چې اوبه تشې کړې.

 پر جامو او وجود يې د سنګر دوړي پرتې وي او تر اوسه يې لا دمه نه وه جوړه، چې د کابل ښار هغه کوڅې چې شل کاله ډارن دښمن د خلکو په مخ تړلې وې هغه يې د هېوادوالو د هوسايني لپاره خلاصې کړې سمدستي يې مټې راونغاړلې د آبادۍ په لور يې قدمونه اوچت کړل ښاري نظم چې ډېر ګډوډ و هغه يې منظم کړ لارې کوڅې يې جوړي او  هغه هېواد چې په فساد کې يې څو ځله لومړی مقام خپل کړی و هغه ته يې د يوه معتبر هېواد نوم ورکړ او د فاسدينو له نوملړ څخه يې وايسته.

دا چې طالبان په تش لاس راغلل او د افغانستان په خزانه کې، چې کوم دار او ندار وو يرغلګرو او د هغوی موزه پاکانو له ځان سره يووړل دلته يې خالي ديوالونه پرېښودل طالب توکل ورته په خداوندمتعال وکړ له بهرنيو هېوادونو سره يې تجارت ته وده ورکړه د کانونو استخراج يې په صِدق او اخلاص پرته له غلا، چور او چپاوله پيل کړ. په لوړ قيمت يې په نړيوالو بازارونو کې ورته د فروش زمينه مساعده کړهاو ګران هېواد يې له اقتصادي بحران څخه را وايسته هغه خلک اوس ټيټي سترګي ګرځي چې  وړاند وينې يې کولې، چې ګواکې افغانستان به دوه مياشتې وروسته اقتصادي سقوط وکړي . اداري فساد يې له منځه يووړ .هغه فساد چې له حق څخه هم رشوت غوښتل کېده له ناحق څخه هم.  ورځ تر بلې پر مخ ځي دولتي ځمکې يې له غصب څخه وژغورلي. پرحياتي پروژو باندي يې کار پيل کړی، چې افغانستان به پر ځان بسيا کړي او نورو ته به محتاج نه وي، دلته د څو پروژو يادول هم اړين بولم ،چې له تاسې سره يې شريکې کړم.

د کجکي بند د برق دوهم فاز چې د ټول لوی کندهار  شريف ولس به تر يو حده پرې هوسا شوی وي. همدارنګه د بند نغلو برق. د قوشتيپي کانال کېندنه چې له ډېره وخته د افغانانو آرمان وو. د قشقري د نفتو استخراج. مس عينک. د سرو د زرو کانونو کېندل د جواهراتو کانونه کېندل. پرته له کوم فساد او درغلۍ. د سرحدونو ساتنه ښه په ميړانه کوي هېڅ چا ته اجازه نه ورکوي ،چې د افغانستان پر خاوره تجاوز وکړي. د کوکنارو او بنګو کښت يې بند کړ په ټول افغانستان کې پر يوه جريب ځمکه هم کوکنار يا بنګ نه دي کرل شوي. تر ټولو مهم د نړۍ له ټولو حقوقي بشرپالو څخه يې ځان ښه ثابت کړ هيڅ بشرپال سازمان به په يوه پيړۍ کې بشر ته دومره خدمت نه وي کړی لکه طالب چې په يوه کال کې ورته وکړ هغه کسان چې پر نشه يې توکو روږدي وو او چا ورته د انسان په سترګه نه کتل حتا د يوه حيوان ارزښت يې نه ورکاوه هغه يې له لارو کوڅو څخه راټول کړل اوس يې درملنه کېږي او د ښه ژوند کولو زمينه ورته برابروي آيا دا بشر نه و چې مخکې بشرپالو توجه ورته کړي واي که د حقوق بشر سازمان وال ړانده وو که يې د همدغو ځوانانو په تباهۍ کې خپلي ګټې رانغښتې وې. هغو کونډو او يتيمانو ته يې مياشتنی معاش مقرر کړ کوم چې يې پلرونه له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوي وو له دې به بله غټه بشر پالنه وي. هغه بې سرپرستو ماشومانو ته يې د تعليم زمينه برابره کړه چې څوک يې نه درلودل آيا دا بشر پالنه نه ده. هغه  سوالګر يې ټول ثبت کړل چې په يوه ګوله ډوډۍ پورې حيران وو مستحقو کسانو ته يې مياشتني معاش مقرر کړ په بشر پالنه کې له هر چا څخه مخکې دي. د اشغال په شل کلنه دوره کې افغانان په قومونو سمتونو ويشل شوي وو يو له بل سره دښمنان وو طالب هغه ټول تتعصبونه له منځه يووړل ټول افغانان يې پر يوه ټغر راټول کړل چې دا هم بشريت ته يو ستر زيری دی. له ټولو ګاونډيو هيوادونو سره ښي اړيکې پالي او د چا په کار کې کار نه لري بل. چا ته هم اجازه نه ورکوي چې په کورنيو چارو کې يې لاس وهنه وکړي. طالبان د وطن اصلي بچېان، اسلام ته وفادار, د خپل هيواد ګټو او ملي منافعو ته ژمن خلک دي .دا د طالب لنډ تعريف و

محمدالله قريشي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button