سرلیکنې

آزادي پر تشو خبرو نه اخيستل کېږي

د ختيځ ستر نابغه افغان سيد جمال الدين څه ښه ويلي چې آزادي پر تشو خبرو نه حاصلېږي او نه چاته په تحفه کې ورځي. هغه ملتونه چې د قربانۍ جذبه او د آزادۍ احساس و نه لري، تل به د غلامۍ په لومو کې ښکېل او د غلامۍ ځغ به يې پر غاړه وي .که د تاريخ په پاڼو کې د غاصبو اسرائيلي صهيونستانو ظلمونو او هغو وحشتونو ته نظر واچوو او لنډه کتنه ورته وکړو، چې په دا تېرو ۷۵ کلونو کې فلسطيني مسلمانانو يواځې پر تيږو د هغوی د فولادي ټانکونو په وړاندې مقابله وکړه .همدغو تش لاسو مسلمانانو چې د آزادۍ احساس يي درلود او د قربانۍ جذبه ورسره وه ،اسرائيلي غاصب صهيونستان د غربي ښکېلاکګرو په ملتيا په دغه يرغل کې د حماس د مجاهدينو په وړاندې له شرموونکې ماتې سره مخامخ شوي او امريکا، انګلستان او ملګرو ملتونو ټولو په يوه خوله ويلي چې د فلسطين د خپلواک هيواد، له جوړېدو پرته دغه معضله دحل بله لاره نه لري ،خو لاهم دغه جګړه دوام لري .که څه هم د بې ګناه فلسطينيانو د نسل وژنې لړۍ روانه ده او په دغه جنګ کې د فلسطين د عامو وګړو د شهيدانو شمېر له ۲۵ زروڅخه اوړي ،چې په سلو کې او يا يې ښځې او ماشومان دي او د غزې تړانګې آبادي په سلوکې تر اتيا پورې پرکنډواله بدله شوې ،خو بيا هم د حماس مجاهدينو مقاومت دوام لري او فلسطيني مجاهدين به حتماً آزادي ترلاسه کوي ،خو متاسفانه چې د اسلامي هيوادونو د مبهم دريځ له امله به دغه جګړه اوږده او نورو اسلامي هيوادونو ته هم وغځېږي او د اسلامي امت او هيوادونو د بې همتۍ او د کمزوري دريځ په خپلولو سره به د دغه اور لمبې د دوی تر لمنو ورسېږي. په همغه وخت کې چې اسرائيلي غاصبو او اشغالګرو ځواکونو پر فلسطين له يرغل سره سم د اسلامي هيوادونو د وحدت او يووالي لپاره يو زرين چانس او موقع برابره کړه ،خو متزلزلو مشرانو تر اوسه خپل ځانونه کاڼه او ناګاره نيولي .لکه چې وايي: «د بدو کړو پايله هم بده وي ،خو يو څه چې موږ يې وړاندوينه کوو، هغه د فلسطين آزادي او د يوه خپلواک او مستقل حکومت جوړېدل دي او دا به ان شاء الله کېږي.

ومن الله توفيق

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button