سرلیکنې

آزادي او سرښندنه؛ د يوې سيکې دوه مخونه!

که د حق او باطل تر منځ د مبارزې او مقابلې تاریخ وکتل شي، معلومه ده، چې د حق لوري تل بریا او سوبه ترلاسه کړې او باطل پر ټولو امکاناتو او تجهيزاتو سربېره مات شوی او له منځه تللی.

که د حق او باطل تر منځ د مبارزې او مقابلې تاریخ وکتل شي، معلومه ده، چې د حق لوري تل بریا او سوبه ترلاسه کړې او باطل پر ټولو امکاناتو او تجهيزاتو سربېره مات شوی او له منځه تللی.

خو دا جګړې او مقابلې ګټل اسانه او ارزانه هم نه دي او نه هم له ماتې وروسته د باطل پيروان کرار کېناستلي، بلکې دغه مبارزې ګټل بې شمېره قربانۍ، بې کورۍ او ډول-ډول ستونزې زغمل غواړي او د باطل لارويان هم له يو ځل ماتې وروسته بيا راپورته کېږي.

د فلسطيني مسلمانانو او اشغالګرو اسرائيلو ترمنځ جګړه اوسنۍ نه ده، بلکې دغه جګړه مدينې منورې ته د رسول الله صلی الله عليه وسلم له هجرت وروسته پيل شوې، خو د تاريخ په اوږدو کې په بېلا بېلو بڼو او شکلونو راښکاره شوې ده.

په ۱۹۴۸م کې يهودانو د لوېديځ په ملاتړ په فلسطين کې د مسلمانانو ځينې سيمې تر خپل کنټرول لاندې راوستې، په کرار کرار يې د خپل حاکميت ساحه پراخوله او په پای کې يې د سوريې او لبنان ځينې سيمې هم لاندې کړې.

فلسطيني مسلمانان د اسرائيلي اشغالګرو په وړاندې د آزادۍ او خپلواکۍ د مبارزې اوږد تاريخ او داستان لري او ورځ تر بلې دغه مقاومت ځواکمنېږي او نړيوال ملاتړ خپلوي.

څه باندې څلور مياشتې وړاندې د اکتوبر په ۷ مه نېټه د حماس غورځنګ پوځي څانګې القسام پر اسرائیلي اهدافو د ځمکې، هوا او بحر له لارې پراخ بريدونه وکړل، چې په پايله کې يې زرګونو اسرائیليانو ته مرګ ژوبله واوښته او سلګونه نور يې ژوندي ونيول شول، چې دا د اسرائيلو او فلسطین د جګړې په تاريخ کې صهيونيستي اشغالګرو ته له ټولو ټکان ورکوونکی بريد و.

په ځواب کې يې اسرائيلي پوځ پر غزې تړانګې پراخ هوايي بريدونه پيل کړل او څه موده وروسته يې ځمکنی يرغل هم وکړ. که څه هم په دغو وحشتناکو او ړندو بمباريو کې لسګونه زره ملکي فلسطينيانو ته مرګ ژوبله واوښته او ميليونونه نور يې بې کوره شول؛ خو حماس غورځنګ په سياسي او پوځي برخو کې ښې برياوې هم ترلاسه کړې.

په نظامي برخه کې يې اسرائيلي اشغالګرو ته بې ساري زيانونه واړول او اسرائيل يې خپلو اهدافو ته رسېدو ته هم پرې نه ښودل.

اسرائیلي حکومت په ډېر غرور ويل چې دا ځل به حماس له منځه وړي، خپل بنديان به په زور آزادوي او دغو اهدافو ته له رسېدو وړاندې به هېڅکله اوربند ونه مني.

خو د ۱۵۰ ورځو له تېرېدو وروسته نه يوازې دا چې خپلو اهدافو ته ونه رسېدل، بلکې پر پراخو ځاني تلفاتو سربېره په کوردننه هم فشارونه پرې ډېر شول، د اسرائیلو د لومړي وزیر او د نظامي ادارې تر منځ اختلافات تر دې کچې ورسېدل، چې نظامي چارواکو د امريکا متحدو ايالتونو ته د بنيامين نتنياهو له خوښې پرته سفر وکړ.

اسرائیل له خپل ټول غرور او ځواک سره سره بالاخره مجبور شول او حماس سره څو ځله د بنديانو پر آزادولو خبرو ته کښېناستل.

دغې جګړې وښوده، چې آزادي د قربانيو پايله ده، آزادي او سرښندنه د يوې سيکې دوه مخونه دي . هېڅ ملت آزادي او خپلواکي له قربانیو او سرښندنو پرته نه ده اخیستې او نه هم خپلو اهدافو ته رسېدلي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button