سرلیکنې

آزادي او سرښندنه؛ دوه نه جلا کېدونکې کليمې!

که د حق او باطل تر منځ د مبارزې او مقابلې تاريخ وکتل شي، معلومه ده، چې د حق لوري تل بريا او سوبه ترلاسه کړې او باطل پر ټولو امکاناتو او تجهيزاتو سربېره مات شوی او له منځه تللی.

که د حق او باطل تر منځ د مبارزې او مقابلې تاريخ وکتل شي، معلومه ده، چې د حق لوري تل بريا او سوبه ترلاسه کړې او باطل پر ټولو امکاناتو او تجهيزاتو سربېره مات شوی او له منځه تللی.

خو دا جګړې او مقابلې ګټل اسانه او ارزانه هم نه دي او نه هم له ماتې وروسته د باطل پيروان کرار کېناستلي، بلکې دغه مبارزې ګټل بې شمېره قربانۍ، بې کورۍ او ډول-ډول ستونزې زغمل غواړي او د باطل لارويان هم له يو ځل ماتې وروسته بيا راپورته کېږي.

د فلسطيني مسلمانانو او اشغالګرو اسرائيلو ترمنځ جګړه اوسنۍ نه ده، بلکې دغه جګړه مدينې منورې ته د رسول الله صلي الله عليه وسلم له هجرت وروسته پيل شوې، خو د تاريخ په اوږدو کې په بېلا بېلو بڼو او شکلونو راښکاره شوې ده.

په ۱۹۴۸م کې يهودانو د لوېديځ په ملاتړ په فلسطين کې د مسلمانانو ځينې سيمې تر خپل کنټرول لاندې راوستې، په کرار کرار يې د خپل حاکميت ساحه پراخوله او په پای کې يې د سوريې او لبنان ځينې سيمې هم لاندې کړې.

فلسطيني مسلمانان د اسرائيلي اشغالګرو په وړاندې د آزادۍ او خپلواکۍ د مبارزې اوږد تاريخ او داستان لري او ورځ تر بلې دغه مقاومت ځواکمنېږي او نړيوال ملاتړ خپلوي.

شاوخوا يوه نيمه مياشت وړاندې د اکتوبر په ۷ مه نېټه د حماس غورځنګ پوځي څانګې القسام پر اسرائيلي اهدافو د ځمکې، هوا او بحر له لارې پراخ بريدونه وکړل، چې په پايله کې يې زرګونه اسرائيليانو ته مرګ ژوبله واوښته او سلګونه نور يې ژوندي ونيول شول، چې دا د اسرائيلو او فلسطين جګړې په تاريخ کې صهيونېستي اشغالګرو ته له ټولو ټکان ورکوونکی بريد و.

په ځواب کې يې اسرائيلي پوځ پر غزې تړانګې پراخ هوايي بريدونه پيل کړل او څه موده وروسته يې ځمکني يرغل هم وکړ. که څه هم په دغو وحشتناکو او ړندو بمباريو کې لسګونه زره ملکي فلسطينيانو ته مرګ ژوبله واوښته او ميليونونه نور يې بې کوره شول؛ خو حماس غورځنګ په سياسي او پوځي برخو کې ښې برياوې هم ترلاسه کړې.

په نظامي برخه کې يې اسرائيلي اشغالګرو ته بې ساري زيانونه واړول او اسرائيل يې خپلو اهدافو ته رسېدو ته هم پرې نه ښودل.

اسرائيلي حکومت په ډېر غرور ويل چې دا ځل به حماس له منځه يوسي، خپل بنديان به په زور آزاد کړي او دغو اهدافو ته له رسېدو مخکې به هېڅکله اوربند ونه مني.

خو له شپږو اوونيو پرله پسې سختو جګړو وروسته نه يوازې دا چې خپلو اهدافو ته ونه رسېدل، بلکې پر پراخو ځاني تلفاتو سربېره په کوردننه هم فشارونه پرې ډېر شول، چې حماس سره د بنديانو د آزادولو په سر يوې هوکړې ته ورسېږي.

اسرائيل له خپل ټول غرور او ځواک سره سره بالاخره مجبور شول، چې د قطر او مصر په منځګړيتوب حماس سره د يو لنډمهالي اوربند پرېکړې ته ورسېږي. د دغې پرېکړې پر اساس به حماس ۵۰ تنه اسرائيلي بنديان خوشې کوي او اسرائيل به يې په بدل کې ۱۵۰ تنه فلسطينيان آزادوي، چې ډېره برخه يې مېرمنې او ماشومان دي.

دغې جګړې وښوده، چې آزادي د قربانيو پايله ده، آزادي او ښرښندنې دوه نه جلا کېدونکې کليمې دي او هېچا آزادي او خپلواکي له قربانيو او سرښندنو پرته نه ده اخيستې او نه هم خپلو اهدافو ته رسېدلي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button