سیاست او دولت

آذربايجان د اقليم د بدلون کنفرانس کې اسلامي امارت ته د ګډون زمينه برابروي

د چاپېريال ساتنې ملي ادارې عمومي رئيس حافظ عزيزالرحمن د آذربايجان له سفير الهام محمدوف او د ياد سفارت له سلاکار تاريل اسماعيلوف سره ليدنه کړې.په دې ليدنه کې د چاپېريال ساتنې ملي ادارې مسلکي او د پاليسۍ مرستيال ډاکټر زين العابدين عابد، د اقليمي بدلون، نړيوالو اړيکو او پلان رئيسانو او مسئولينو هم شتون درلود.په پيل کې د چاپېريال ساتنې ملي ادارې عمومي رئيس د آذربايجان د سفير هرکلی کړی او د بېلابېلو چاپېريالي موضوعاتو په اړه يې خبرې کړي دي.نوموړي ويلي: چاپېريال يوه مهمه او نړيواله موضوع ده او دې اهميت ته په کتو د چاپېريال ساتنې ملي اداره، چې دا مهال د ۱۶نړيوالو چاپېريالي کنوانسيونونو غړيتوب لري، د هغو ټولو ژمنو ته ژمنتيا لري؛ په داسې حال کې چې نړيوال د چاپېريالي مسايلو په برخه کې له افغانستان سره همکاري نه کوي.حافظ عزيزالرحمن زياته کړې: موږ د نړيوالو چاپېريالي کنوانسيونونو تعهداتو ته ژمن يو او هيله مو دا ده، چې نړيوال هم له افغانستان سره تعامل وکړي.د چاپېريال ساتنې ملي ادارې عمومي رئيس ويلي: افغانستان د اقليمي بدلون له ناوړه اغېزو څخه زيات اغېزمن شوی، چې په هېواد کې د خطرناکو سېلابونو راتلل يې له عمده لاملونو څخه دي.نوموړي د آذربايجان له سفير څخه غوښتنه کړې، چې د COP29 غونډه چې سږ کال په آذربايجان کې جوړيږي بايد د افغانستان پلاوي د ګډون لپاره هڅې وکړي؛ ترڅو په دې نړيوال کنفرانس کې د افغانانو غږ پورته شي.ښاغلي حافظ وړانديز کړی، چې موږ غواړو له اذربايجان سره د چاپېريالي موضوعاتو، د ټکنالوژۍ او تجربو د ليږد او ظرفيت لوړونې په برخه کې ګډې همکارۍ ولرو.د اذربايجان سفير د چاپېريال ساتنې ملي ادارې له رهبرۍ مننه کړې او ويلي يي دي؛ د افغانستان او اذربايجان تر منځ له پخوا څخه دوستانه او تاريخي اړيکې وې او موږ غواړو چې له اسلامي امارت سره مو اړيکې لا دوستانه او پياوړې شي. محمدوف ژمنه کړې، چې د COP29 غونډه کې به د افغانستان پلاوي د ګډون لپاره هلې ځلې وکړي او وړانديزونه او نظرونه به مو له خپلو چارواکو سره شريک کړي.د چاپېريال ساتنې ملي ادارې مسلکي او د پاليسۍ مرستيال ويلي؛ له فتحې وروسته موږ تر ډېره داخلي چاپېريالي موضوعات حل کړي ،يوازې بيروني موضوعات پاتې دي، هغه د سياسي ملحوظاتو له امله ځنډيدلي، چې د حل هڅې يې روانې دي.نوموړي ټينګار کړی، چې افغانستان ته بايد په COP29 غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شي؛ ترڅو موږ وکولي شو خپل غږ تر نړيوالو ورسوو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button