صفحه اصلی | hiwad | لوبې | راشدخان : خوشحاله يم چې په سلمه شل اوريزه لوبه كې غوره لوبغاړى شوم

راشدخان : خوشحاله يم چې په سلمه شل اوريزه لوبه كې غوره لوبغاړى شوم

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
راشدخان : خوشحاله  يم چې په سلمه شل اوريزه لوبه كې غوره لوبغاړى شوم

د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې د لوبغاړي راشد خان د ۲۰ اوريزو سياليو او لوبو شمېر ۱۰۰ ته ورسېده.په دې کې د راشد خان نړيوالې او نورې تجارتي سيالۍ شاملې دي چې د افغانستان د ملي لوبډلې او خپلو نورو ټيمونو لپاره يې کړې‌دي.

راشد خان د افغانستان لپاره تر دې دمه د ۲۰ اورونو ۲۹ نړيوالې لوبې کړې‌دي.راشد خان په خپل ټوېټر کې ليکلي : (( ډېر خوشحاله يم چې د ۲۰ اورونو په سلمه لوبه کې د لوبې غوره لوبغاړی شوم.)) راشد خان په افغانستان او نړۍ کې له خپلو ټولو مينوالو مننه کړې چې ده ستايي او ملا يې تړي. راشد دا مهال په هند کې د آی پي ال په سياليو کې له سنرايزر حيدراباد سره لوبېږي دى دتېرې شنبې په ورځ د ډيلي ډرډيولز خلاف لوبې کې غوره لوبغاړی شو.  په څلورو اورونو کې ۲۳ منډې ورکړې او په مهم وخت کې يې دوه کسان وسوځول.

دا درېيم ځل دی چې راشد خان په سږني آی پي ال کې د لوبې غوره لوبغاړی کېږي. راشد د ۲۰ اورونو په ۱۰۰ لوبو کې تر دې دمه ۱۴۷ کسان سوځولي‌دي. يو ورزشي ويبسايټ کرکټرکر د راشد خان د ۱۰۰ لوبو ريکارډ خپور کړی دی.راشد خان پر آی پي ال سربېره د بګ بش، بي پي ال او سي پي ال په ۲۰اوريزو تجارتي سياليو کې هم لوبېږي او په برتانيا کې يې هم له يو کلپ سره تړون لاسليک کړی چې د ۲۰ اورونو سياليو ته ورشي.راشد خان د ۲۰ اورونو په نړيوالو لوبو کې د نړۍ اول توپ اچوونکی دی.دى همدغه راز تر ټولو ځوان توپ اچوونکی دی چې په يو ورځنيو نړيوالو کمو لوبو کې ۱۰۰ ويکټې اخلي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha