صفحه اصلی | hiwad | لوبې | افغان کرېکټ بورډ خپل ۴۳ لوبغاړي د روزنې له پاره هند ته لېږي

افغان کرېکټ بورډ خپل ۴۳ لوبغاړي د روزنې له پاره هند ته لېږي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
افغان کرېکټ بورډ خپل ۴۳ لوبغاړي د روزنې له پاره هند ته لېږي

افغان کرېکټ بورډ د ملي لوبډلې او کورني کرېکټ د هغو لوبغاړو لپاره په هند کې يو روزنيز کمپ پرانېزي، چې د تېر کال په لوبو کې ښه ځلېدلي دي.

په پام کې ده، چې په دغه بهير کې به ۴۳ لوبغاړي په درېيو پړاوونو کې هند ته واستول شي.کرېکټ بورډ په خپله وېبپاڼه کې وايي: د افغانستان مشر کوچ او د توپ اچونې او توپ نيونې روزونکي دغه لوبغاړي روزي: (( بيا به پريکړه کوي چې کوم شمېر نوي لوبغاړي د ملي لوبډلې برخه وګرځوي)) د کرېکټ بورډ چارواکي وايي: له روزنې وروسته به ځينې نوي لوبغاړي ملي لوبډلې ته ووځي. د بورډ د رسنيو د څانګې مشر لطف الله ستانکزي بي بي سي ته وويل: دا روزنه به د را تلونکي کال تر نړيوال جام پورې وي او د لوبډلې په پياوړي کولو کې به مرسته وکړي. د هغه په خبره، د ملي لوبډلې پر لوبغاړو سربېره کوم لوبغاړي چې کورني کرېکټ کې يا د ۱۹ کلنو کرېکټ کې ښه ځلېدلي له هغو دا لوبغاړي غوره شوي دي. د نوموړي په خبره، دا لوبغاړي به د کرېکټ ملي لوبډلې مشر روزونکي هم ګوري (( له دې لوبغاړو به د بنګله دېش سره د سيالۍ او بيا د هند سره د پنځه ورځنيو ازمېښت لوبو لپاره لوبغاړي غوره کېږي)) هغه دا هم وويل: د ۲۰۱۹ م کال تر جون پورې کار په همدغو لوبغاړو کار کېږي، چې د نړيوال جام سياليو ته تيار شي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha