صفحه اصلی | hiwad | لوبې | راشد خان پر IPLډېره اغېزه لري

راشد خان پر IPLډېره اغېزه لري

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
راشد خان پر IPLډېره اغېزه لري

راشد خان په ۲۰۱۵م کال کې کله چې يوازې ۱۷ کلن و، لومړۍ نړيواله لوبه وکړه او له هغه وخت راهيسې يې ډېر څه ترلاسه کړي دي.

هغه د روان کال په فبرورۍ کې د کرېکټ د نړيوالې شورا په درجه بندۍ کې د شل او پنځوس اوريزو لوبو تر ټولو غوره توپ اچوونکى شو. تېر کال د سن رايزر حيدرآباد لوبډلې راشد خان د ۶۰۹۵۲۴ ډالرو په بدل کې په خپله لوبډله کې شامل او ډېر ښه په كې وځلېد ،له همدې کبله سږ کال د هغه بيه ۱،۳۷ ميليونه ډالرو ته لوړه شوه. د دې لوبډلې روزونکي مودي، د رويترز خبري آژانس ته ويلي : (( راشد ډېر ځانګړى کرېکټر دى او هغه تېرکال زموږ سره ډېره بريا لرله.))  ده زياته کړه: (( ده د نړۍ په بېلابېلو ليګونو کې ډېره ښه لوبه کړې او همداراز کله چې د خپل هېواد په استازيتوب لوبه کوي، نور هم ډېر ښه لوبېږي.)) د افغانستان لوبډلې هم د راشد خان په څېر په کم وخت کې ډېر څه ترلاسه کړي چې په وروستيو لاس ته راوړنو کې يې د راشد خان ونډه هم ډېره ده. راشد خان به په وروستيو يو ورځنيو لوبولي په ډېر كم وخت كې په خپل نوم ۱۰۰ ويکټې واخلي.
 مودي وايي: (( دى زموږ د لوبډلې ډېره مهمه برخه ده، ځکه چې د هغه په توپ اچوونه کې يو ډول راز موجود دى او هغه د دې توان لري چې په لوبه کې د يوه وېکټ اخيستونکي نقش ولري. له همدې کبله هغه ډېر مهم دى
.))

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha