صفحه اصلی | hiwad | لوبې | افغان کرېکټ لوبغاړي باىد خپلې کورنۍ هېواد ته راستنې کړي

افغان کرېکټ لوبغاړي باىد خپلې کورنۍ هېواد ته راستنې کړي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
افغان کرېکټ لوبغاړي باىد خپلې کورنۍ هېواد ته راستنې کړي

د افغانستان د کرېکټ بورډ مشر د کرېکټ د ملي لوبډلې له هغو لوبغاړو او کارکوونکو غواړي، چې هېواد ته له کور او کورنۍ سره راستانه شي.کرېکټ پوهان وايي: د دې ادارې پخواني مشر هم له کرېکټ لوبغاړو ورته غوښتنه کړې وه، خو پر ځاى نه شوه.عاطف مشعل د روانې اوونۍ په سركې په کابل کې خبري غونډې ته ووىل:

که د دې بورډ اړوند لوبغاړي او کارکوونکي داسې ونه کړي، دوى ور سره تړون ختموي.((که د چا کورنۍ بهر اوسي او په ىوه مىاشت کې ىې افغانستان ته ستنې نه کړي، تړون ىې له کرېکټ بورډ سره له منځه ځي.))که څه هم د کرېکټ بورډ مشر د کوم لوبغاړي نوم وانخىست، خو په دغه اداره کې ىوې سرچىنې بي بي سي ته ووىل: د ملي لوبډلې څلور او د الف لوبډلې څو لوبغاړي په پاکستان کې له کورنىو سره اوسي.کرېکټ پوه شېر رحمان خاطر وايي: افغانستان او پاکستان پر سىاست سربېره دا مهال په کرېکټ کې هم سىالي لري:(( افغان کرېکټ بورډ له پاکستان سره سىالۍ ونه کړې، د پاکستان په غوره لىګ کې ىې لوبغاړي ګډون ته نه پرېښودل.))افغان کرېکټ بورډ تېر کال له پاکستان کرېکټ بورډ سره د درې ورځنىو سىالىو پلان درلود، خو په کابل کې تر خونړي برىد وروسته ىې وځنډولې.کرېکټ پوه شېر رحمان خاطر وايي: د پاکستان اوسنى وضعىت هم دا غوښتنه کوي، چې کرېکټ لوبغاړي خپل هېواد ته ستانه شي:(( ځکه که پر دوى او کورنىو ىې څه وشي، دا کرېکټ بورډ ته لوىه بدنامي ده.))د ده په  خبره: افغان کرېکټ بورډ اوس ډېر پرمختللى دى، په هند کې هم دوه لوبغاړي لري او که د روزنې لپاره هم وي افغان لوبغاړي په پاکستان کې اوسېدلو ته اړتىا نه لري.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha