صفحه اصلی | hiwad | لوبې | د راشد خان نوم د کرېکټ په نړىوال کتاب کې ثبت شو

د راشد خان نوم د کرېکټ په نړىوال کتاب کې ثبت شو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

د کرېکټ د مشهور کتاب (( وىسډن)) په تازه ګڼه کې د نړۍ د ىو شمېر مهمو لوبغاړو نومونه او تصوىرونه خپار شوي، چې ىو هم په کې د افغان لوبغاړي راشد خان دى.

د وىسډن کتاب له ۱۸۶۴ م کال راپه دې خوا هرکال ىو وار چاپېږي او دومره معتبر کتاب دى، چې د ((کرېکټ انجىنل )) ىې بولي، په دې مانا چې د ډېرو مهمو لوبغاړو ىادونه په کې کېږي. د انګلنډ د کرېکټ پخواني لوبغاړي جان وىسډن په لومړي ځل دا کتاب چاپ کړ.په دغه كتاب كې د ۲۰ اورونو د نړىوالو سىالىو د کوم مخکښ لوبغاړي نوم، تصوىر او د هغه په اړه معلومات خپرېږي او بىا هم دا لومړى ځل دى چې وىسډن د افغانستان د لوبغاړي راشد خان په اړه معلومات خپروي.د کرېکټ د نړىوالې شورا د درجه بندۍ په اساس راشد خان د ۲۰ اورونو په سىالىو کې لومړى توپ اچوونکى دى. راشد دا مهال د هند د آى پي ال په سىالىو کې بوخت دى او له دې مخکې د اسټرالىا د بګ بش په مشهورو سىالىو کې هم ولوبېده او په دغو سىالىو کې د کال د ښه لوبغاړي لقب هم ورکړل شو.د وىسډن د ۲۰۱۸م کال په ګڼې کې د هند وىرات کولي د غوره لوبغاړي په توګه ىاد شوى دى. همدغه راز په کتاب کې په لومړي ځل د انګلستان د ښځو د لوبډلې د درېىو لوبغاړو او د هند او وىسټ انډىز د ښځو د لوبډلو د دوو لوبغاړو په اړه هم معلومات او د هغوى تصوىرونه خپاره شوي دي.دا کتاب د هر لوبغاړي او لوبغاړې د لوبو او پر لوبو ىې اغىز ته په کتو دوى غوره کوي، تصوىرونه او په اړه ىې معلومات خپروي.له راشد خان او کوهلي مخکي د سرېلانکا د پخواني کپټان کمار سنګاکار، د هند پخواني لوبغاړي ورېندرسىواک او ځىنو نورو مهمو لوبغاړو نومونه هم خپاره شوي وو. په دغه کتاب کې د لوبغاړو د نومونو او تصوىرونو خپرېدل ىو ډول وىاړ بلل کېږي.    

                               جعفر هاند

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha