صفحه اصلی | hiwad | لوبې | په کندهار کې د ىو ميلىون ډالرو په لګښت مصنوعي چمن جوړېږي

په کندهار کې د ىو ميلىون ډالرو په لګښت مصنوعي چمن جوړېږي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

په کندهار کې د احمدشاهي لوبغالي د مصنوعي چمن کار پىل شو. پردغه چمن، چې ىو ميلىون ډالره لګښت پرې راځي، د چارو د پىل په مراسمو کې د افغانستان د المپىک او فوټبال فدراسىون عمومي ريىسانو، د کندهار والي او نورو چارواکو ګډون کړى و.دوى په کندهار ښار او ولسوالىو کې ځوانانو ته د سپورتي آسانتىاو په برابرولو او په دې برخه کې پر خپلو پلانونو خبرې وکړې.

د کندهار د احمدشاهي لوبغالي د مصنوعي چمن د کار په پرانىستونکو مراسمو کې د کندهار والي زلمي وىسا ووىل:(( په کندهار کې د کرېکټ ميدان تر پرانىستلو وروسته به د فوټبال په برخه کې د ياد لوبغالي جوړول د سپورت په برخه کې لويه لاسته راوړنه وي.))ده همداراز ووىل: په کمو امکاناتو يې د سپورت په برخه کې ستر ګامونه اخىستي او پر وينا يې ، چې لا هم پراخې هڅې کوي چې کندهاري ځوانانو ته د سپورت او تعليم په برخه کې پراخې آسانتياوې برابرې کړي.د فوټبال فدراسيون عمومي رىيس ډګرجنرال څارنوال کرام الدين کرىم په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه چې د احمدشاهي لوبغالي په شمول به په ۲۰۰ زره ډالره نور امکانات هم دکندهار د فوټبال فدارسيون ته ورکړي ، چې دلته د سپورت لپاره ىو بل مىدان هم جوړ کړي.د هېواد د بدني روزنې رييس حفيظ الله ولي رحيمي بيا وويل:  د کندهار د ځوانانو، ماشومانو او سپورت د مينوالو لپاره به سهولتونه برابر کړي او د کندهار لپاره د بدني روزنې په برخه کې لازمې آسانتياوې برابرې کړي.په غونډه کې دکندهار ښاروال انجنير روښان ولسمل ډاډ څرګند کړ، چې د کندهار ښار په څلورو اطرافو کې داسې ساحې په نښه کړي ، چې د سپورت مىنوالو ته په کې لازمې آسانتياوې برابرې شي او په خبره يې دا مهال په حميدي مېنه کې ۲۰ جرىبه مځکه د سپورت لپاره وقف کړې ده،  
تر څو اړوندې ادارې په کې د سپورت په برخه کې پانګونه وکړي.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha