صفحه اصلی | hiwad | لوبې | کرېکټ بورډ : يولوبغاړى هم اجازه نه لري چې په بهر کې واوسي

کرېکټ بورډ : يولوبغاړى هم اجازه نه لري چې په بهر کې واوسي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
کرېکټ بورډ : يولوبغاړى هم اجازه نه لري چې په بهر کې واوسي

د افغانستان کرېکټ بورډ د ملي لوبډلې له هغو ټولو لوبغاړو، چې له افغانستانه دباندې اوسي، غوښتي چې په خپل هېواد کې واوسي.کرېکټ بورډ د ملي لوبډلې پرانيستګر لوبغاړی محمد شهزاد د کرېکټ بورډ له اجازې پرته د پېښور د ځايي لوبډلو په ټورنمنټ کې د لوبېدو په خاطر ۳ لکه افغانۍ جريمه کړی

 او ورڅخه غوښتي يې دي چې خپله کډه افغانستان ته راولي.کرېکټ بورډ په وروستيو کې د ملي ټيم د لوبغاړو لپاره مقررات سخت کړي دي.د کرېکټ بورډ رييس عاطف مشعل ويلي «لوبغاړي نه پرېښودل کېږي چې بل هېواد ته له اجازې پرته لاړ شي. هغوی چې په بهر کې اوسي، يوه مياشت وخت ورکړل شوی چې له خپلو کورنيو سره بېرته افغانستان ته راشي، كه نه  کرېکټ بورډ به له هغوی سره خپل قراردادونه ختم کړي.»مشعل همداراز ويلي:«د افغانستان کرېکټ بورډ د لوبغاړو د دسپلين په برخه کې مقررات سخت کړي او هغوی ته يې يوه مياشت وخت ورکړی چې په دې موده کې ځان له پاليسۍ سره سم کړي. ټول لوبغاړي او کارکوونکي بايد په افغانستان کې واوسي او دوى اجازه نه لري چې د کرېکټ بورډ له اجازې پرته په بهرنيو هېوادونو کې ولوبېږي.»دېرش کلن شهزاد، چې د ننګرهار ولايت دی، کوچنيواله يې په پېښور کې د مهاجر په توګه تېره کړې. ده په پېښور کې واده کړى او ډېر وخت د پښتنو په دغه ستر ښار کې تېروي.شهزاد د نړيوال جام د غوراوي په ټورنمنټ کې د افغانستان لپاره له دې سره سره ښه لوبه وکړه چې يو کال د کرېکټ د نړيوالې شورا له لوري په سياليو کې له ګډون کولو منع شوی و.

 

 

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha