صفحه اصلی | hiwad | لوبې | مجيب ځدران د آی پي اېل له ټولو ځوان لوبغاړى شو

مجيب ځدران د آی پي اېل له ټولو ځوان لوبغاړى شو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
مجيب ځدران د آی پي اېل له ټولو ځوان لوبغاړى شو

مجيب ځدران په خپله لومړۍ لوبه کې دوه وېکتې واخيستې او يو کس يې رن اوټ کړ. د ده لوبډلې لوبه وګټله.افغان ورو بالر مجيب ځدران بل ريکارډ هم په خپل نامه کړ او د آی پي ايل د تاريخ تر ټولو ځوان لوبغاړي شو.

دی چې د ۱۷ کلونو او ۱۱ ورځو دى په خپله لومړۍ لوبه کې د ډيلي ډېر ډېول پر وړاندې له کېنګز اېلېون پنجاب سره لوبېږي.دي په خپله لومړۍ لوبه کې درېيم اور ته توپ اچولو ته راوستل شو او د لوبې په درېيم توپ يې وېکټه واخيسته.دا د ۲۰۱۸ ميلادي کال د آی پي ايل لوبو دويمه لوبه ده. لومړۍ لوبه د چيناي سوپر کېنګز او د مومبي انډينز تر منځ وه چې چيناي وګټله.په دې لوبه کې کېنکز اليون پنجاب د ډيلي له خوا د ورته ټاکل شوي ۱۶۶ منډو هدف په نولسم اور کې پوره کړ.له راشد خان وروسته چې تېر کال يې په ای پي ايل کې په خپل لومړي اور کې وېکټه واخيسته، دی دويم افغان دی، چې په خپل لومړي اور کې وېکټه اخلي.مجيب د مونرو او پنټ وېکټې واخيستې او وروسته يې د ډيلي لوبډلمشر ګواتم ګمبير رن اوټ کړ.دا آی پي ايل دوهمى لوبې دي، چې افغان لوبغاړي په کې لوبېږي.تېر کال راشد خان او محمد نبي له سن رايزر حيدرآباد سره ولوبېدل.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha