صفحه اصلی | hiwad | لوبې | د افغانستان کرېکټ بورډ هم د کرېکټ ليگ لپاره تيارى نيسي

د افغانستان کرېکټ بورډ هم د کرېکټ ليگ لپاره تيارى نيسي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د افغانستان کرېکټ بورډ هم د کرېکټ ليگ لپاره تيارى نيسي

د افغانستان کرېکټ بورډ هم د کرېکټ ليگ لپاره تيارۍ روانې کړي دي. دافغانستان د کرېکټ بورډ د فيس بک پاڼې خبر ورکړى دى،

چې د بورډ عمومي رييس عاطف مشعل او اجرائيه مشر شفيق الله ستانکزي په دوه ورځني سفر متحده عرب اماراتو ته تللي دي، چې د افغانستان پريمير ليگ لپاره تړونونه وکړي.پاڼه ليکي، مشران به هلته له تطبيقوونکې کمپنۍ سره خپل تړون لاسليک کړي او د لوبډلو دکره کولو نېټه او ځای به هم جوتوي.د خبر له مخې د افغانستان دکرېکټ بورډ مشران به د افغانستان پريميرليگ لپاره د اماراتو له کرېکټ بورډ او د شارجه لوبغالي له چارواکو سره هم تړونونه لاسليک کړي.د افغانستان د کرېکټ څارونکي خبريالان وايي: دا کو ښښونه په داسې حال کې ليدل کېږي چې کرېکټ د افغان ځلمو تر ټولو غوره لوبه جوړه شوي ده. د خبريالانو په خوا له اوس د کرېکټ چارواکي کرېکټ لوبې ته د ودې ورکولو په خاطر د ليگ تيارۍ نيسي.که افغانستان کرېکټ بورډ په کرېکټ ليگ تابيا کولو کې بريالي شو، نو دا به ړومبي ځل وي چې افغانستان به د يو کامل نړيوال ليگ کوربه وي. د چارواکو په  خبره په عرب اماراتو کې د ليگ جوړولو مقصد به دا وي چې نړيوال لوبغاړي هم په ليگ کې ولوبېږي.د کرېکټ ليگ لوبې په تېرو څو کلونو کې ډېرې خوښې شوي دي او د هندوستان، آي پي ايل، د پاکستان پي ايس ايل او د بنگله ديش بي ايس ايل دا وخت په سيمې په  
هېوادونو کې تر ټولو مشهور ليگونه جوړ شوي دي.د کر
ېکټ د لوبو د خبريالانو په خيال لرې نه ده چې افغان کرېکټ ليگ به هم د کرېکټ د تاريخ يو نوى باب جوړ شي.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha