صفحه اصلی | hiwad | لوبې | راتلونکى آسيايي جام په سريلانکا کې ترسره کېږي

راتلونکى آسيايي جام په سريلانکا کې ترسره کېږي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

د آسيايي هېوادونو دکرېکټ جام به د هندوستان پر ځای د روان کال په سپتمبر مياشت کې په سرېلانکا کې ترسره شي.د معلوماتو له مخې: اټکل کېده چې د آسيا جام څوارلسم پړاو به په هند کې ترسره شي، خو د پاکستان او هند ترمنځ د يو شمېر کړکيچونو له کبله اوس نوې پريکړې وشوې، چې دغه سيالۍ به په سرېلانکا کې ترسره شي.

د هندوستان کرېکټ بورډ (BCCI) د کرېکټ نړيوالې شورا ته پخوا خبر ورکړى و، چې دوی د پاکستان په شتون کې د ۲۰۱۸ م کال د آسيا جام سياليو کوربه توب نه کوي، همدا ډول د هند لوبډلې د پاکستان له کبله د ۱۹ کلنو ځوانانو آسيا جام سياليو له کوربه توب څخه هم انکار کړى و.د آسيا جام سيالۍ کې به افغان ملي لوبډله په لومړي ځل بې له د غوراوي له سياليو کولو نه برخه اخلي، خو له نورو آسيايي هېوادونو لکه متحده عربي امارات، هانک کانګ، ماليزيا، عمان، سينګاپور او نيپال څخه به يوه لوبډله د غوراوي سياليو له لارې په دغه جام کې برخه واخلي.ددې لپاره به د آسيا جام څخه وړاندې لومړى د دغې دويمې درجې شپږو لوبډلو ترمنځ په هند کې دغوراوي سيالۍ ترسره کېږي، چې د لومړی مقام وړونکې لوبډله به يې د آسيا جام ته لاره پيداکړي.په آسيا جام سياليو کې شپږ لوبډلې شرکت کوي، چې په لاندې ډول دي: هندوستان، پاکستان، افغانستان، سرېلانکا، بنګلدېش او يوه لوبډله به له غوراوي سياليو څخه غوره کېږي، چې ټاکلي شوې ده د سپتمبر مياشتې په ۱۵مه به د سرېلانکا په کولمبو لوبغالي کې پېل شي. د آسيا جام سيالۍ پخوا يو ورځنۍ وي. په ۲۰۱۶م کال کې په شل اوريزو فارميټ واوښتي او اوس يو ځل بيا پنځوس اوريزو فارميټ ته بدلې شوې، په دې کې د هندوستان لوبډلې تر دې دمه تر ټولو زيات د آسيا جام اتلولي ګټلې ده، ۵ ځله يې دپنځوس اوريزو آسيا جام او يو ځل يې د شل اوريزو آسيايي جام چې په ۲۰۱۶م کال کې ترسره شو ګټلى دی.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha