صفحه اصلی | hiwad | لوبې | د المپيک د ملي کمېټې نوي رييس خپله دنده پيل کړه

د المپيک د ملي کمېټې نوي رييس خپله دنده پيل کړه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

د افغانستان د المپيک دملي کمېټې نوى رييس وايي: په کورنۍ او نړيواله کچه افغان لوبغاړو ته د سياليو لپاره د زمينې برابرول يې په کاري لومړيتوبونو کې دي.

حفيظ ولي رحيمي د پنجشنبې په ورځ د المپيک د ملي کمېټې د انتخاباتو له ګټلو وروسته وړمه ورځ رسماً د افغانستان د المپيک دملي کمېټې د رييس په توګه خپلې چارې پېل کړې. ده ژمنه وکړه چې په هېواد کې د سپورت د ودې او پرمختګ لپاره به پوره هلې ځلې وکړي او حق به حقدار ته ورسوي.ښاغلي رحيمي چې د افغانستان د بدني رزونې رييس هم دى وايي: د سپورت قانوني کېدل، نړيوالو سياليو ته د کوربتوب زمينې برابرول او په ملي او نړيواله کچه سياليو ته د امکاناتو برابرول هغه موارد دي چې بايد ورته کار وشي.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha