صفحه اصلی | hiwad | لوبې | نثار احمد عبدالرحيمزي المپيکي سياليو ته لاره پيدا کړه

نثار احمد عبدالرحيمزي المپيکي سياليو ته لاره پيدا کړه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

نثار احمد عبدالرحيمزي د تکواندو په نړيوالو ټاکنيزو سياليو کې په دوو برياوو او يوې ماتې سره د ځوانانو نړيوالو المپيکي سياليو ته لاره پيدا کړه.

ښاغلي عبدالرحيمزي په ۷۳ کېلو ګرامه وزن کې د خپلو سيالانو پر وړاندې لوبه وکړه او وتوانېد،  چې د دغو سياليو کوارټر فاينل پړاو ته لاره ومومي، خو په دغه پړاو کې يې لوبه خپل ايراني سيال محمد خاني ته ۶ د ۹ پر وړاندې بايلو ده. دغه سيالۍ د تونس په الحمامات ښار کې ترسره شوې چې په کې له ۱۱۱ هېوادونو ۴۳۸ لوبغاړو ګډون کړي و.د معلوماتو له مخې: د ځوانانو د المپيک نړيوالې سيالۍ د روان کال په اکتوبر مياشت کې د ۲۰۶ هېوادونو د لوبغاړو په ګډون په ارجنټاين کې ترسره کېږي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha