صفحه اصلی | hiwad | لوبې | د هند په سوداګريزو سياليو کې د راشد خان د لوبډلې لومړۍ بريا

د هند په سوداګريزو سياليو کې د راشد خان د لوبډلې لومړۍ بريا

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

د هند په سوداګريزو سياليو کې د راشد خان لوبډلې سنرايزز حيدر آباد د راجستان رائلز لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره خپله لومړۍ بريا خپله کړه.

د راشد خان لوبډلې له خوا ښه توپ اچونه ترسره شوه، چې د راشد خان په ګډون نورو توپ اچونکو هم غوره توپ اچونه وکړه او مخالفه لوبډله يې ستر هدف جوړولو ته پرېنښوده. لکه څنګه چې راشد خان د آی پي ايل په تېر لسم پړاو کې غوره توپ اچونه ترسره کړې وه، د دې لوبې  پېل يې هم ښه وکړ، ده په څلورو اورونو کې ۲۴ منډې ورکړې او يوه (د جويس بټلر) مهمه وېکټه يې ترلاسه کړه. په دې لوبه کې پچه د راشد خان لوبډلې وګټله،  خو لومړي يې د راجستان لوبډله توپوهنې ته راوبلله، دوی په ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدلو سره ۱۲۵ منډې جوړې کړې، ددوی له خوا سامسون ۴۹ غوره منډې جوړې کړې او وسوځېد. د سنرايزز لوبډلې له خوا شکيب الحسن او سيدهارت کول ۲-۲، راشد خان، بهووينشوار کمار او سټانليک يوه يوه ويکټه ترلاسه کړه. په ځواب کې د سنرايزز لوبډلې په توپوهنه کې هم ښه پېل وکړ، دوی ټاکلى هدف ۲۵ توپه وړاندې د يوې وېکټې په سوځېدو پوره کړ، د دوی له خوا شيکر دهاون ۷۷ او لوبډلمشر کين ويليمسن ۳۶ منډې جوړې کړې او ناسوځېدلي پاتې شول. په دې لوبه کې محمد نبي ته چانس ورنه کړل شو، خو شايد په راروانو لوبو کې د هغه لوبغاړي پر ځای چې غوره آلروانډره لوبه ونه کړي ولوبيږي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha