صفحه اصلی | hiwad | لوبې | په يوه پاکستانۍ لوبډله کې د محمدي پر لوبېدو نيوکې

په يوه پاکستانۍ لوبډله کې د محمدي پر لوبېدو نيوکې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

د افغانستان کرېکټ بورډ د پاکستان په يوې ځايي لوبډله کې د شهراد محمدي لوبېدل د دغې ادارې له اصولو خلاف عمل ګڼي.

په ټولنيزو رسنيو کې د پاکستان په يوه ځايي کلب لوبډله کې د شهزاد محمدي د لوبېدو په غيرګون له سختو انتقادونو وروسته، د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، چې له ده سره به قانوني چلند وکړي.د دغې ادارې وياند فريد هوتک تائيد وي چې شهزاد محمدي د کرېکټ بورډ له اجازې پرته پاکستان ته تللى او هلته د يوه ځايي کلب په لوبډله کې لوبېدلي دی.ده وويل: (( د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې لوبغاړى شهزاد محمدي څوورځې وړاندې پاکستان ته تللى او هلته يې له يوې ځايي لوبډلې سره لوبه کړې ده، له بده مرغه شهزاد محمدي دغه هېواد ته په خپل سر تللى او هلته يې په سياليو کې ګډون کړى، نو د افغانستان کرېکټ بورډ به د پالېسۍ له مخې ورسره قانوني چلند وکړي.))

ښاغلى  هوتک وايي: د کرېکټ بورډ د اصولو له مخې، ټول لوبغاړي له هېواده بهر په سياليو کې د لوبېدو لپاره د بورډ اجازې ته اړ دي.دا په داسې حال کې ده چې شهزاد محمدي د نړيوال جام د غوراوي پړاو سياليو کې له ګډون او هېواد ته له راستنېدو وروسته، پاکستان ته تللى او هلته يې د يوې ځايي کلب لوبډلې لپاره لوبه کړې ده.د شهزاد دغې کړنې په کور دننه او له هېواده بهر د ډېرو افغانانو کلک غبرګونونه راپارولي او له امله يې پر ده سربېره د افغانستان پر کرېکټ بورډ هم سخت انتقادونه کړي ، خو ښاغلي محمدي تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.شهزاد محمدي له دې وړاندې د منع شويو درملو د کارولو له امله د کرېکټ د نړيوالې شورا له بنديز سره مخ شوى و، چې شااوخوا دوې مياشتې وړاندې يې دغه بنديز پای ته ورسېد.په ورته وخت کې يو شمېر افغان کرېکټ پوهان وايي: د لوبغاړو دا شان کړنې د دې ترڅنګ چې د افغانستان نوم او د کرېکټ حيثيت ته زيان رسوي، دوی ته هم تاوان کوي.له دې ډلې کرېکټ پوه او سپورتي خبريال ابراهيم مومند وايي : دا چې کرېکټ بورډ د يو شمېر ارشدو لوبغاړو پر وړاندې بې وسه دی، نو له امله يې دا شان غېر قانوني کړنو ته زمينه برابرېږي.ښاغلى مومند وايي: ((کرېکټ بورډ عملاً په دې برخه کې هېڅ توان نه لري ، چې د يو شمېر سينر لوبغاړو پر وړاندې چې کلونه کلونه يې د افغانستان په ملي لوبډله کې لوبې کړي، سخت او جدي ګام پورته کړي، نو ټوله خبره او ګرمتيا کرېکټ بورډ ته راجع ده.))

ښاغلى مومند وايي: سره له دې چې د افغانستان کرېکټ بورډ ټولو هغو لوبغاړو ته چې کورونه يې په پاکستان کې دي، هېواد ته د راستنېدو شرط ټاکلى، خو د ده په خبره، کرېکټ بورډ لا هم نه دی توانېدلي چې دغه شرط پر ټولو لوبغاړو عملي کړي.

د ده په خبره: تر کومه چې کرېکټ بورډ ټول لوبغاړي دې ته اړ نه کړي چې پاکستان پرېږدي، د ورته ستونزو مخه نيول به ناشونې وي.          واصل وصال

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha