صفحه اصلی | hiwad | لوبې | ظاهر خان د ټپي کېدو له امله د آی پي اېل له سياليو بهر شو

ظاهر خان د ټپي کېدو له امله د آی پي اېل له سياليو بهر شو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

د افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو دلوبډلې سوکه توپ اچوونکى ظاهر خان پکتين بدبختانه په تمريناتي کيمپ کې د اوږې د ټپي کېدو له امله د هند سوداګريزو سياليو څخه بهر شو.

ظاهر خان پکتين چې د راجستان لوبډلې له خوا په ۶ ميليونه هندي کالدارو پلورل شوى و او اوس د ګډون په موخه هندوستان ته تللي و، چې له  څه مودې راهيسې په تمريناتي لوبو هم بوخت و، اوس په اوږه کې د غوښې د شکېدو له کبله نه شي کولای لوبې وکړي.ظاهر خان پکتين پر خپله فيسبوکپاڼه په لايو ويډيو کې له خپلو مينوالو څخه بخښنه غوښتې او زياته کړې يې ده ، چې په دغو سياليو کې د ټپي کېدو له کبله ګډون نه شي کولای او ډېر ژر به خپل هېواد ته راستون شي.ده زياته کړه: ډاکټرانو د ده لپاره له درېو څخه تر څلورو اوونيو د ارام لارښوونه کړې ده، خو دا يې هم ويلي چې که ژر روغ شي، نو بېرته به په سياليو کې د شرکت لپاره هندوستان ته ولاړ شي.ظاهر خان پکتين ته د آی پي ايل بولۍ پر مهال ډېرې سترګې واوښتې چې په پای کې د راجستان لوبډلې له خوا وپيرل شو، دغې لوبډلې د ظاهر خان په لاسته راوړلو خوښي څرګنده کړه.په تېرو څو ورځو کې د راجستان لوبډلې پر فيسبوکپاڼه او انسټګرام د ظاهر خان عکسونه ډېر ښکته پورته کېدل او دى يې د خپلې لوبډلې زمرى باله، خو بدبختانه چې دده له وړتيا څخه به يې لوبډله ګټه پورته نه کړي.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha