صفحه اصلی | hiwad | لوبې | سکاټلنډ له افغانستانه په اوو وېکټو لوبه وګټله

سکاټلنډ له افغانستانه په اوو وېکټو لوبه وګټله

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
سکاټلنډ له افغانستانه په اوو وېکټو لوبه وګټله

د ۲۰۱۹ کال د نړيوال جام د غوراوي سياليو په لومړۍ لوبه کې پرون سکاټلنډ افغانستان ته په اوو وېکټو ماتې ورکړه.د پرونۍ لوبې پچه سکاټلنډ وګټله او افغانستان ته يې لومړی د توپ وهنې بلنه ورکړه،

افغان لوبډلې په ۴۹ اوورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۵۵ منډې جوړې کړې.افغانستان د پيل دری لوبغاړي يو په بل پسې ژر له لاسه ورکړل، خو محمد نبي، نجيب الله ځدراڼ او شهزاد محمدي وتوانېدل لوبه يو څه کابو کړي. په افغان لوبغاړو کې محمد نبي۹۲، نجيب الله ځدراڼ ۶۷، شهزاد محمدي ۳۰، ناصر جمال او دولت ځدراڼ هر يوه ۱۵ منډې وکړې.

د سکاټلنډ لوبډلې لپاره برډ وهيل ۳، ريچي برېنګټن ۳، سفيان شريف ۲ او مارک واټ يوه وېکټه واخيسته.د تمې خلاف افغان توپ اچوونکي ښه ونه ځلېدل او يوازې د سکاټلنډ دری لوبغاړي يې وسوځول. په دوی کې مجيب ځدراڼ دوې او راشد خان يوه وېکټه واخيسته.د سکاټلنډ توپ وهونکو په زړه پورې لوبه وکړه د دوی لپاره کلم مکلوډ ناسوځېدلې سليزه بشپړه کړه، نوموړي په ۱۴۵ توپونو ۱۵۶ منډې جوړې کړې. پر ده سربېره ريچي برېنګټن ۶۷ او متيو کراس ۱۸ منډې وکړې.نړيوال جام ته په غوراوي سياليو کې د افغانستان راتلونکې لوبه د سې شنبې په ورځ له زېمبابوې سره ده.د غوراوي پړاو په سياليو کې د ۱۰ هېوادونو لوبډلې برخه اخلي چې په دوو ګروپونو وېشل شوي ګډون کوي او په پايله کې به يې دوې لوبډلې د ۲۰۱۹ کال د کړېکټ نړيوال جام ته لاره ومومي.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha