صفحه اصلی | hiwad | لوبې | افغان سوک وهونکي د روسي او سکاټلنډي سوک وهونکو په وړاندې

افغان سوک وهونکي د روسي او سکاټلنډي سوک وهونکو په وړاندې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
افغان سوک وهونکي د روسي او سکاټلنډي سوک وهونکو په وړاندې

د افغانستان نامتو او مشهور سوک وهونکي محمد مبارز او احمد ولي هوتک په راتلونکې کې د روسي او سکاټلنډي سيالانو پر وړاندې سيالۍ کوي. د يوه خپاره شوي راپور پر اساس محمد مبارز د فبرورۍ په ۲۳مه له سکالنډي پياوړي سيال فينال پر وړاندې په عربي اماراتو کې سيالي کوي.

همدا ډول احمد ولي هوتک به له خپل روسي پياوړي او اتل سيال ستيپانوف سره په همدغه ورځ د مبارزې قفس ته ننوځي او خپله وړتيا به ثابتوي. مبارز تر اوسه د ازادو مبارزاتو په حرفيي سياليو کې څوارلس سيالۍ کړې، چې له دې څخه يې نهه ګټلي او څلور يې بايللې دي، د مبارز سکاټلنډي سيال د نړۍ دجودو اتل دى او اووه ځله يې اماتور او اته ځله يې حرفه يي سيالۍ کړې چې تر اوسه ايله دوې ماتې لري. بل خوا هوتک هم له نولسو حرفه يي او اماتور سياليو څخه يوازې يوه ماتې لري، نوموړى پخپله کارنامه کې شپږ برياوې لري، چې دوه ځله يې خپل سيالان ناک اوټ کړي، درې ځله د سب مېشن له لارې بريالى شوى، او يو ځل يې د داورانو په رايې سره سيالۍ ګټلې ده.

بايد وويل شي چې څه موده وړاندې د افغان سيالانو (احمد ولي هوتک او محمد مبارز) ترمنځ لفظي شخړه شوې وه چې هوتک مبارز ته يې د سيالۍ چلينج هم ورکړى و، خو وروسته د يوې جوړې شوې کمېټۍ له خوا د دواړو ترمنځ روغه وشوه او ستونزه حل شوه. د يادونې وړ ده چې د افغانستان دغه دوه مشهور، نامتو او د ازادو سياليو اتلان او سوک وهونکي به د فبرورۍ په ۲۳مه په عربي اماراتو کې له خپلو روسي او سکاټلنډي سيالانو سره مخامخ کېږي.

 

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha