صفحه اصلی | hiwad | لوبې | هند د يو ورځنيو کرېکټ لوبو په درجه بندۍ کې لومړى مقام وګاټه

هند د يو ورځنيو کرېکټ لوبو په درجه بندۍ کې لومړى مقام وګاټه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
هند د يو ورځنيو کرېکټ لوبو په درجه بندۍ کې لومړى مقام وګاټه

د هندوستان د کرېکټ لوبډلې د جنوبي افريقا د کرېکټ لوبډلې ته د ۶ يو ورځنيو لوبو په لړۍ کې ماتې ورکړه او د نړيوالو يو ورځنيو لوبو په درجه بندۍ «رينکېنګ» کې يې لومړى مقام ترلاسه کړ.

د هندوستان د کرېکټ ملي لوبډله چې له تېرې څه باندې يوې مياشتې راهيسې په جنوبي افريقا کې ده، د دغه هېواد د کرېکټ له ملي ټيم سره يې تر ټيسټ لوبو وروسته د ۶ يو ورځنيو لوبو لړۍ هم وه چې هندي لوبډلې له خپلې سيالې لوبډلې دغه لړۍ ۱ـ۵ وګټله. د دغه دوو لوبډلو ترمنځ د ۶ يو ورځنيو نړيوالو وروستۍ لوبه د جمعې په ورځ د جنوبي افريقا په سينچورين لوبغالي کې ترسره شوه چې هندوستان په کې افريقا ته په ۸ ويکټو ماتې ورکړه. 

که څه هم د لوبې پچه هندوستان لوبډلې ګټلې وه، خو دغې لوبډلې لومړى د بالېنګ پريکړه وکړه او جنوبي افريقا ته يې د بېټنګ بلنه ورکړه. د جنوبي افريقا لوبغاړو د لوبې له پيله ښه لوبه ونه کړه او لومړنى لوبغاړى هاشم يې د ۱۰ منډو تر جوړولو وروسته اوټ شو چې بيا ورپسې د لوبغاړو د سوځېدو لړۍ روانه وه او ټول ټيم يې په ۴۷ اوورو کې تر ۲۰۴ منډو په جوړولو وسوځېد او هندوستان ته يې د ۲۰۵ منډو هدف ورکړ. د هندوستان له خوا اېس.ايڼ ټهاکور ۴، بومرا اوچهال ۲ ـ ۲ او پانډيا او کلديپ د جنوبي افريقا ۱ ـ۱ لوبغاړى وسوځاوه. هندۍ لوبډلې د جنوبي افريقا له خوا ورکړل شوى هدف يوازې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو په ۳۳ اوورو کې پوره کړ چې نه يوازې لوبه او سيريز يې وګاټه، بلکې د يو ورځنيو لوبو په درجه بندۍ کې لومړۍ شوه. که څه هم د هندوستان د لوبډلې لومړني لوبغاړي (اوپنران) شيکر دهون او روهيت شرما ژر وسوځېدل، خو بيا وروسته کپټان ويراټ کوهلي او اجينکا ري هانې د جنوبي افريقايي توپ اچوونکو ښه مقابله وکړه. ويراټ کوهلي په دغه لوبه کې د خپل کيرير ۳۵ سليزه ووهله او په ۱۲۹ منډو ناسوځېدلى پاتې شو. دا د هند او جنوبي افريقا د لوبډلو ترمنځ د ۶يو ورځنيو لوبو په لړۍ کې د ويراټ کوهلي ۳مه سليزه وه چې له امله يې هغه د وروستۍ لوبې او همداشان د ټول سيريز غوره لوبغاړى ونومول شو. د هندوستان او جنوبي افريقا د کرېکټ لوبډلو ترمنځ د يو ورځنيو لوبو مخکې ۳ ټېسټ لوبې هم شوې وې چې دغه لړۍ بيا جنوبي افريقا ګټلې وه.     

                                  ذبيح مومند

 

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha