صفحه اصلی | hiwad | لوبې | د مجيب ځدراڼ له نړيوال ريکارډ سره پر زمبابوې د افغانستان برى

د مجيب ځدراڼ له نړيوال ريکارډ سره پر زمبابوې د افغانستان برى

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د مجيب ځدراڼ له نړيوال ريکارډ سره پر زمبابوې د افغانستان برى

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې د تېرې جمعې په ورځ د يوې بريالۍ لوبې په پايله کې له دوو ريکارډونو جوړولو سره سره له زمبابوې نه د پنځو يو ورځنيو لوبو لړۍ هم وګټله.

د دې لوبې پچه زمبابوې وګټله، خو لوبغاړي يې و نه توانېدل تر ډېره په ميدان کې پاتې شي او خپلو افغان سيالانو ته لوى هدف وټاکي. د زمبابوې لوبغاړي يو په بل پسې وسوځېدل او ټوله لوبډله يې په ۳۸ اورونو کې د ټولټال ۱۳۴ منډو له جوړولو وروسته له ميدانه بهر شوه. افغان لوبغاړى مجيب ځدراڼ وتوانېد په دغې لوبه کې پنځه لوبغاړي وسوځوي او په دې سره د نړۍ د کم عمره لوبغاړي ريکارډ په خپل نامه کړ، چې په يو ورځنۍ لوبه کې يېر پنځه وېکټې تر لاسه کړي. له دې مخکې دغه ريکارډ د پاکستاني لوبغاړي وقار يونس په نامه و، خو د وقار يونس عمر د هغه ريکارډ جوړولو پر مهال څه باندې ۱۸ کاله و او ځدراڼ اوس ۱۶ کلن دى. د بېټينګ په برخه کې هم د افغان اوپنرانو لوبه خورا په زړه پورې وه او شهزاد محمدي چې له اوږدې مودې بنديز وروسته د کرېکټ ډګر ته راستون شوى ،وتوانېد له ملګري لوبغاړي احسان الله جنت سره په شريکه له هېڅ زيان پرته هدف تر لاسه کړي او لوبه وګټي

جنت په دې لوبه کې ۵۱ منډې درلودې او شهزاد د ۷۵ منډو په  جوړولو سره دويم ريکارډ جوړ کړ. شهزاد محمدي له خپل هېوادوال لوبغاړي محمد نبي وروسته دويم افغان لوبغاړى شو، چې په نړيوالو سياليو کې ۲۰۰۰ منډې بشپړوي. مجيب ځدراڼ به د ۴۰ ميليونو هندۍ روپيو په بدل کې د سږ کال لپاره د هند اى پي اېل سياليو كې ولوبېږي. دغه سيالۍ د متحدو عربي اماراتو په شارجه کې وشوې.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha