صفحه اصلی | hiwad | لوبې | افغانستان وروستۍ لوبه هم له زمبابوې وګټله

افغانستان وروستۍ لوبه هم له زمبابوې وګټله

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

افغانستان له زمبابوې د پنځو يو ورځنيو لوبو لړۍ ۴-۱ وګټله. دغه لوبې چې په شارجه کې وشوې افغان لوبغاړي په کې په توپ اچونه او توپوهنه دواړو کې ښه وځلېدل.

د وړمې ورځې يا وروستۍ يو ورځنۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او په ۵۰ اورونو کې يې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۴۱ منډې جوړې کړې، د زمبابوې ټول لوبغاړي بيا يوازې د ۹۵ منډو په جوړولو سره وسوځېدل. د افغانستان لپاره جاوېد احمدي ډېرې ۷۶ منډې وکړې، پر ده سربېره رحمت شاه د ۵۹ او راشد خان د ۴۳ منډو په جوړولو وتوانېدل. په توپ اچونه کې راشد درې، محمد نبي دوې، شرف الدين اشرف دوې، مجيب ځدراڼ او شاپور ځدراڼ يوه يوه وېکټه واخيسته. راشد خان له زمبابوې سره د يو ورځنيو لوبو د لړۍ غوره لوبغاړى او شرف الدين اشرف د دې وروستۍ لوبې غوره لوبغاړى ونومول شول.د زېمبابوې لپاره کرېګ ارواين ۳۴، برېنډن ټېلر ۲۷ او ټرېساى مسکنډا ۱۱ منډې جوړې کړې

نوي ريکارډونه:

په دغو سياليو کې افغان لوبغاړو درى ريکارډونه جوړ کړل. مجيب ځدراڼ د نړۍ دکم عمره لوبغاړي ريکارډ په خپل نامه کړ او په يوه ورځنۍ لوبه کې يې پنځه وېکټې تر لاسه کړي.

له دې مخکې دغه ريکارډ د پاکستاني لوبغاړي وقار يونس په نامه و، خو د وقار يونس عمر د هغه ريکارډ جوړولو پر مهال ۱۸ کاله و او د ځدراڼ عمر ۱۶ کاله دى. محمد نبي او شهزاد محمدي هم وتوانېدل چې په دې يو ورځنيو سياليو کې ۲۰۰۰ منډې بشپړې کړي. افغان لوبډلې له دې وړاندې له زېمبابوې د شل اوريزو لوبو لړۍ هم ګټلې وه. د ۲۰۱۹ کال د نړيوال جام لپاره د غوراوي سياليو
 ک
ې به افغانستان خپله لومړنۍ لوبه د مارچ په څلورمه له سکاټلنډ سره وكړي او دوې ورځې وروسته به له زېمبابوې سره مخامخ شي.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha