صفحه اصلی | hiwad | لوبې | افغان فوټبال فدراسيون د ښځينه لوبغاړو د جامو د بڼې له کبله بښنه غوښتې

افغان فوټبال فدراسيون د ښځينه لوبغاړو د جامو د بڼې له کبله بښنه غوښتې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

د فدراسيون مشر کرام الدين کريم وايي: د اردن له ښځينه فوټبال لوبډلې سره په سياليو کې افغان لوبغاړو داسې کالي اغوستي وو، چې د (قوانينو خلاف او غير شرعي) وو.

دوې اوونۍ مخکې کوربنې لوبډلې اردن کې افغان لوبډلې ته سياليو کې د صفر مقابل کې په شپږو او د صفر مقابل کې په پنځو ګولونو ماتې ورکړشوه. د فوټبال فدراسيون د رسنيزې برخې مشر محمد شفيع شاداب بي بي سي ته وويل:  هغه لوبغاړې چې په دغو سياليو کې د ګډون لپاره له اروپا او امريکا راغلې وې، په خپله خوښه يې دغه ډول کالي اغوستي وو. نوموړى وايي فدراسيون دغه موضوع په جدي توګه څېړي. د افغان ملي فوټبال لوبډلې يو شمېر لوبغاړې په اروپا کې ژوند کوي.

په خواله رسنيو کې په دې اړه بېلا بېل غبرګونونه څرګند شوي دي. د کاليو د موضوع پر سر له مخالفتونو او تاييدونو سره سره يو شمېر بيا وايي: د فدراسيون مشر بايد د کاليو د موضوع پر ځاى په سياليو کې د لوبغاړو دناتوانه لوبې له کبله بښنه وغواړي. دوه کاله مخکې د افغانستان فوټبال فدراسيون ويلي وو، د ډنمارک د هومل (Hummel) شرکت په همکارۍ يې د افغان ښځينه وو او نارينه وو فوټبال لوبغاړو لپاره نوى يونيفورم يا کالي طرحه کړي دي. د لوبغاړو پر کاليو د زمري تصوير کښل شوى، چې د فدراسيون د چارواکو په خبره د جذابيت له کبله يې پرې ډيزاين کړى دى.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha