صفحه اصلی | hiwad | لوبې | انګلستان نيوزېلنډ مات کړ خو بريا يې خپله نه کړه

انګلستان نيوزېلنډ مات کړ خو بريا يې خپله نه کړه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

د انګلستان او نيوزېلنډ ترمنځ په شل اوريزو نيمه پايلوبې سيالۍ کې نيوزېلنډ ماتې وخوړله خو بيا يې هم پايلوبې ته لاره وموندله.

د شل اوريزو لوبو په دغو سياليو کې انګلستان لوبډله له يو شمېر ستونزو سره مخ وه، چې په پاى کې نيوزېلنډ ته له هدف ټاکلو نه وروسته دوى ته په کار وو چې د شل منډو په توپير يې نيوزېلنډ لوبډلې ته ماتې ورکړې واى، خو ونه توانېدل او د ۲ منډو په توپير يې لوبه وګټله. د استراليا، انګلستان او نيوزېلنډ ترمنځ درې ملکي (ټراى) سيريز کې استراليا پخوا پايلوبې ته لاره موندلې وه چې اوس نيوزېلنډ لوبډلې په غوره اوسط سره انګلستان مات کړ او استراليا سره به پايلوبه کې مخامخ کېږي. په دې لوبه کې لومړى توپوهنه انګلستان وکړه، چې د لوبډلمشر ايون مورګن په چټکه توپوهنه يې نيوزېلنډ لوبډلې ته په شل اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۹۵ منډې هدف وټاکه، مورګن د ۶ شپږيزو او ۴ څلوريزو په مرسته ۸۰ منډې جوړې کړې. په ځواب کې د نيوزېلنډ لوبډلې چټکه توپوهنه وکړه، چې ددوى لومړى او په نړيوالو شل اوريزو سياليو جدول کې لومړي توپوهونکي کولن مونرو يوه بله چټکه (۱۸ توپونو) نيمه سليزه وکړه، نوموړي په ۲۱ توپونو د ۷ شپږيزو او ۳ څلوريزو په مرسته ۵۷ منډې جوړې کړې، چې په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې شپږمه چټکه نيمه سليزه ده. وروسته د انګلستان سوکه توپ اچوونکي ښه وځلېدل او ددوى په ګټه کې ښه ثابت شول، چې په پاى کې نيوزېلنډ د ټولو اورونو په ختمېدلو ۱۹۲ منډې جوړې کړې. لکه څنګه چې انګلستان ته په کار وو چې د ۲۰ منډو په توپير به نيوزېلنډ ته ماتې ورکوي ،چې پايلوبې ته لاره وموندي، خو ونه توانې : Post on Facebook Facebook Add to your del.icio.us del.icio.us Digg this story Digg StumbleUpon StumbleUpon Twitter Twitter

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha