صفحه اصلی | hiwad | لوبې | د افغـانستـان کـرکټ بـورډ د کـرکټ له نړيـوالې شـورا څـخه د بشـپړ غړيتـوب غوښتـنه كړې

د افغـانستـان کـرکټ بـورډ د کـرکټ له نړيـوالې شـورا څـخه د بشـپړ غړيتـوب غوښتـنه كړې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د افغـانستـان کـرکټ بـورډ د کـرکټ  له نړيـوالې شـورا     څـخه د بشـپړ غړيتـوب غوښتـنه كړې

د افغانستان کرکټ بورډ د کرکټ نړيوالې شورا(ICC) ته د بشپړغړيتوب لپاره غوښتنليک استولې.

افغانستان په تېره لسيزه کې د کرکټ په ډګر کې د يادې شورا د دويمې درجې لرونکي هېواد په توګه ښې لاسته راوړنې لرلې، افغان حکومت په دې عقيده دي چې اوس هغه وخت را رسيدلى تر څو افغانستان د کرکټ د نړيوالې شورا بشپړ غړيتوب تر لاسه کړي. له دې سره به په هېواد کې د کرکټ د لا پرمختګ لپاره نور

فرصتونه هم را منځته شي.

په هېواد کې له شته ستونزو سره سره، کرکټ هغه لوبه ده چې افغان ملت ته يې تل خوشحالي ور په برخه کړې ده.

د افغانستان دکرکټ بورډ غړي، د کرکټ  

 دښځينه ټيم د رامنځته کيدو په برخه کې د ياد بورډ هڅې او ژمنتيا ستايې. په هيواد کې مذهبي او کلتوري محدوديتونو ته په کتو سره به افغانستان به تدريجي ډول د کرکټ ښځينه ټيم هم رامنځته کړي.د يادونې وړ ده چې د کرکټ د نړيوالې شورا غړي به د روانې جون مياشتې په اوږدو کې غونډه وکړي او په دې غونډه کې به د افغانستان د غوښتنليک په اړه هم پريکړه وشي.

 

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha