صفحه اصلی | hiwad | لوبې | افغانستان د زمبابوې نه څلورمه ىوه ورځنۍ لوبه هم وګټله

افغانستان د زمبابوې نه څلورمه ىوه ورځنۍ لوبه هم وګټله

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
افغانستان د زمبابوې نه څلورمه ىوه ورځنۍ لوبه هم وګټله

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې پرون په شارجه کې د زمبابوى پرضد د پنځه ىوه ورځني لوبو په سىرىز څلورمه لوبه په لسو وېکټو ګټلې.

د دغه ګټې سره د افغانستان لوبډلې دغه سىرىز هم وګټلو.پرون د زمبابوې لوبډلې د ټاس ګټولو وروستو لومړى د بىټنګ کولو پرېکړه وکړه ،خو د تېر په شان ىو ځل بىا د زمبابوى لوبغاړو د افغانستان د بالرانو د غوره بالنګ مقابله وه نه کړاى شوه او په ۳۸ اورونو کې يې ټول لوبغاړو په ۱۳۴ منډو جوړولو وسوځىدل.د افغانستان له خوا مجىب ځدران تر ټولو غوره بالنګ اوکړو او د زمبابوى ۵ لوبغاړي يې سوځولي.په ځواب کې د افغانستان لوبډلې لوبغاړو غوره لوبه وکړه او دغه حدف ىې په  ۱،۱۲ اورونو کې په اوپننګ پوره کړو. د افغانستان شهزا محمدي ۷۵ او احسان الله ۵۱ منډې جوړې کړې او لوبه يې وګټله.په پرونۍ لوبه کې راشد خان او محمد نبي د زمبابوى دوه دوه او مجىب ځدراڼ ترټولو زىاتې ۵ وېکټې ترلاسه کړي. د زمبابوې په لوبډله کې ټاىلر په ۲۹ بالونو ۳۰ اوکرىنګ اىروىنپه ۷۳ بالونو ۵۴ منډې جوړې کړي ، خو نور لوبغاړي په مىدان دومره اېسار نه شول.د دې وړاندې د افغانستان او زمبابوې کرېکټ لوبډلو ترمنځ دوه شل اورىزې او درې پنځوس اورىزې سىالۍ ترسره شوي دي. په دغه لوبو کې افغانستان څلور او زمبابوى ىواځې ىوه لوبه ګټلې.د دواړه هېوادونو تر منځه د دغه سىرىز اخرنۍ لوبه به د روانې مىاشتې

په ۱۹ نېټه ترسره کېږي.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha