صفحه اصلی | hiwad | لوبې | محمد نبي لومړنى افغان دى چې ۲۰۰۰منډې يې وكړي

محمد نبي لومړنى افغان دى چې ۲۰۰۰منډې يې وكړي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
محمد نبي لومړنى افغان دى چې ۲۰۰۰منډې يې وكړي

د افغانستان د ملي‌ لوبډلې مخکښ لوبغاړي محمد نبي د کرېکټ په يو ورځنيو سياليو کې ۲۰۰۰ رنزونه وکړل.

   محمد نبي د يکشنبې په ورځ ( فبرورۍ ۱۱مه ) له زمبابوې سره په يوې لوبې کې خپل دوه زرم رنز وکړ. دى په دغې لوبه كې په ۳۱ منډو وسوځېده.نبي له کلونو کلونو راهيسې د افغانستان په ملي لوبډلې کې لوبېږي. دی د ملي لوبډلې الراونډر دی، په دې مانا  چې هم توپ اچونه کولی شي‌او هم توپ وهنه کولی شي.محمد نبي د افغانستان لپاره تر دې دمه ۸۷ يوه ورځنۍ نړيوالې لوبې کړي دي، چې نهه پنځوسيزې او يوه سليزه په کې شامله ده.تر دې وروسته محمد شهزاد دی چې د افغانستان لپاره يې تر ټولو ډېرې منډې کړي دي.محمد نبي هغه لوبغاړي دی ، چې د هند په لويو تجارتي سياليو،‌ آى پي اېل، د استراليا په تجارتي سياليو، بېګ باش، د بنګله دېش په تجارتي سياليو، بي پي ال او د وېسټ انډيز په تجارتي سياليو،‌ سي پي ال، کې لوبېدلی دى. دی تر اصغر ستانکزي مخکې د افغانستان د ملي لوبډلې کپتان هم و.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha