صفحه اصلی | hiwad | لوبې | افغانستان زمبابوې ته په لومړۍ شل اوريزه لوبه كې ماتې ورکړه

افغانستان زمبابوې ته په لومړۍ شل اوريزه لوبه كې ماتې ورکړه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
افغانستان زمبابوې ته په لومړۍ شل اوريزه لوبه كې ماتې ورکړه

د افغانستان کرېکټ بورډ له زيمبابوې څخه لومړۍ ۲۰ اووره سيالۍ په ۵ وېکټو وګټله.په دې سيالۍ کې له اوږدې مودې وروسته محمد شهزاد ولوبېد.شهزاد، چې يو کال پخوا پرې د کرېکټ د نړيوالې شورا له لوري بنديز لګول شوى و، د تېرې جنورۍ په نيمايي کې اجازه ترلاسه کړه، چې يو وار بيا په لوبو کې ګډون وکړي.

د لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او غوره يې وبلله چې لومړى زيمبابوې بيټنګ وکړي.زمبابوې ټولټال ۱۱۹ منډې وکړې.د زيمبابوې لپاره تر ټولو ډېرې منډې سولومون وکړې. د سولومون له ۳۴ منډو پرته يوازې مالکولم ۲۷ منډې وکړې. نور اکثره لوبغاړي يې ژر ژر وسوځېدل.راشد ارمان ۳ او شرف الدين شرف ۲ وېکټونه واخيستل، افتاب عالم، ګلبدين نايب او محمد نبي هر يوه يو، يو لوبغاړي وسوځول.له ټولو لږ منډې محمد نبي وکړې. ده نه يوازې يو لوبغاړى وسوځاوه، بلکې په يو اوور کې يې يوازې ۲ منډې وکړې.ګلبدين نايب هم لږ منډې وکړې. نايب يو لوبغاړى وسوځاوه او په ۳ اوورونو کې يې صرف ۸ منډې وکړې. د نايپ بالينګ د افغانستان له بري سره ډېره مرسته وکړه.په بيټنګ کې له نجيب الله ځدران او کريم صادق پرته ټول ښه وځلېدل، خو محمد نبي د لوبې ګټونکى ګڼلى شو.ده، چې تر پايه ونه سوځېد ۴۰ منډې وکړې.شهزاد ۲۰، صادق ۵، ستانکزي ۱۱، نجيب الله ستانکزي صفر، شرف الدين شرف ۱۸، شفيق الله شفق ۱۴ (ناسوځېدلې) منډې وکړې.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha