صفحه اصلی | hiwad | لوبې | افغانستان د کرېکټ راتلونکې څلور سيالۍ له چا سره لري؟

افغانستان د کرېکټ راتلونکې څلور سيالۍ له چا سره لري؟

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
افغانستان د کرېکټ راتلونکې څلور  سيالۍ له چا سره لري؟

د افغانستان د کرېکټ ملي ټيم به له زمبابوې سره د پنځو يو ورځنيو سياليو پيل د فبرورۍ په ٩ مې په شارجه کې کوي. يو ورځنۍ سيالۍ د شپې او ورځې سيالۍ دي چې په محلي وخت دوه بجې ماسپښين پيلېږي. د شارجې په ميدان د افغانستان او زمبابوې دويمه يو ورځنۍ سيالي د فبرورۍ په ١١مه ، درېيمه سيالي د فبرورۍ په ١٣ مه ، څلورمه سيالي د فبروري په ١٦ مه او وروستۍ يو ورځنۍ سيالي د دې مياشتې په نولسمه نېټه كېږي.

افغانستان به له زمبابوې سره د شارجې د سياليو نه وروسته ( يوه هفته وروسته ) زمبابوې ته ځي او هلته به د کرېکټ د نړيوال جام له پاره د کواليفاينگ راونډ يا غوراوي سياليو په لړ کې د کوربه زمبابوې په شمول له  څلورو ټيمونو سره په ب گروپ کې لوبېږي. په الف گروپ کې وېسټ انډيز او ايرلينډ سره د دويمې درجې درې ټيمونه شامل دي. دا سيالۍ هم يو ورځنۍ دي.د دې سياليو په پای کې چې د لسو ټيمونو نه هر دوه ټيمونه پايلوبې ته ووتل ،هغه به په کال ٢٠١٩ م کې د کرېکټ نړيوال جام کې د اتو نورو ټيمونو سره ملگري کېږي. د کرېکټ راتلونکي نړيوال جام چې بل کال (په جون کې ) انگليستان کې کېدونکى دى،يوازې لس ټيمونه په کې لوبېږي.د دې جام لپاره د غوراوي سياليو له پيل نه مخکې د افغانستان ټيم د فبرورۍ په ٢٧ مه نېټه د ويسټ انډيز سره هرارې کې تمريني لوبه کوي. بيا د مارچ په لومړۍ نېټه د هالينډ سره دويمه تمريني لوبه لري. د تمريني لوبو نه وروسته د کواليفاينگ راونډ لومړۍ لوبه د افغانستان او سکاټلينډ ترمنځ ده. افغانستان په ٢٠١٥   م کال نړيوال جام کې يوازينۍ لوبه د سکاټلينډ نه گټلې وه.د دې سياليو په لړ کې د افغانستان دويمه سيالي د مارچ په شپږمه له کوربه ټيم زمبابوې سره ده. د مارچ په اتمه افغانستان د هانگ کانگ سره سيالي لري او څلورمه لوبه يې د دويمې درجې د ټيمونو د روان ټورنامنټ نه له راوتي يو ټيم سره کوي. د دې څلورو سياليو نه وروسته چې کله دواړو گروپونو نه د سر درې ټيمونه معلوم شي،نو بيا به د سپر سيکس پړاو کېږي او د شپږو نه به دوه ټيمونه فاينل ته لاره مومي. افغانستان هڅه کوي چې تر پای لوبې پورې ورسېږي او د کرېکټ د نړيوال جام ٢٠١٨ م  كال کې ځای ومومي.د مارچ له مياشتې نه وروسته د اپريل او مي په مياشتو کې د افغانستان د ملي ټيم د مصروفياتو په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شي.د افغانستان څلور لوبغاړي محمد نبي ،راشدخان ،مجيب ځدراڼ او ظاهر خان به د اپريل په مياشت کې په هند کې د اى پي ايل په تجارتي سياليو کې لوبېږي ،چې دا به لومړى ځل وي چې څلور افغان لوبغاړي په دې سياليو کې اخيستل شوي.د افغانستان د کرېکټ ملي ټيم به د جون په مياشت کې د هند په بنگلورو کرېکټ ميدان له  کوربه ټيم سره د کرېکټ لومړۍ ټيسټ سيالۍ ولري. د کرېکټ د بشپړ غړيتوب او د ټيسټ درجې اخيستو نه وروسته به دا لومړى ځل وي چې افغانستان د هند په څېر د لومړی درجې ټيم سره لوبه لري. ټيسټ سيالي به د جون د څوارلسمې او اتلسمې ترمنځ پنځه ورځې دوام لري.                 مطيع الله عابد

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha