صفحه اصلی | hiwad | لوبې | افغانستان تنكۍ لوبډله د کرېکټ په نړىوال جام کې څنګه ولوبېده؟

افغانستان تنكۍ لوبډله د کرېکټ په نړىوال جام کې څنګه ولوبېده؟

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

د افغانستان د ۱۹ کلنو د کرېکټ لوبډلې په نړىوال جام کې څلورم مقام وګاټه. افغانستان د دغه جام سىالىو ته په نهم مقام ورغلى و. په نىمه پاىلوبې کې د استرالىا له لوري له ماتې وروسته افغانستان د درېىم مقام د ګټلو لپاره له پاکستان سره مخامخ شو، خو د نىوزلنډ د کوىنزټاون په ښار کې باران وورېده، لوبه ونشوه او پاکستان درېىم مقام وگاټه.د کرېکټ د نړىوالې شورا د پرېکړې له مخې د پاکستان د ۱۹ کلنو لوبډلې ته ځکه درېىم مقام ورکړل شو چې د څلورو لوبډلو ترمنځ په ګروپي سىالىو کې ىې لومړى مقام ګټلى و، په دې حساب د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډله د کرېکټ د نړىوالې شورا په درجه بندۍ کې څلورم مقام خپل کړ.

افغانستان څنګه ولوبېده؟  افغانستان په ټول نړىوال جام کې پنځه لوبې وکړې، دوه ىې وباىللې او درې ىې وګټلې. افغانستان ىوه لوبه په نسبتاً کمزورې لوبډلې اىرلىنډ او بله لوبه ىې په پياوړې لوبډلې اسټرالىا وباىلله، خو پاکستان، سرېلانکا او غښتلي کوربه نىوزلنډ ته ىې ماتې ورکړې.دا لومړى ځل و چې افغانستان په داسې نړىوالو سىالىو کې د کرېکټ د نړىوالې شورا غښتلې لوبډلې ماتې کړي. د افغانستان ملي لوبډلې تر اوسه له نىوزلنډ او سرېلانکا څخه لوبې نه دي ګټلي. د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې ځوانان ټول د افغانستان د داخلي لوبو ثمره بلل کېږي، دوى ټولو په افغانستان کې کرېکټ زده کړى، همدلته لوى شوي او بىا نړىوالو سىالىو ته وتلي.د ۱۹ کلنو لوبډلې ځوانانو له ځىنو وړو تېروتنو وراخوا د تخنىک، حوصلې، استعداد او وړتىا له پلوه ښه وځلېدل او وستاىل شول.

منډه جوړوونکي: د منډو جوړولو په برخه کې د افغانستان د پىل لوبغاړي رحمان الله ګربز او ابراهىم ځدراڼ د افغانستان لپاره تل د منډو ښه بنسټ کېښوده. دوى دواړه تخنىکي، زړ وره او باحوصله لوبه کوي. د لوبو پر مهال دوى ډېر تر فشار لاندې نه ښکاري، هماغسې چې په لومړىو کې به د افغانستان د ملي لوبډلې ځىنې لوبغاړي وو.رحمان الله ګربز زړور لوبغاړى دى چې د نورو شارټونو تر څنګ سوىپ شارټ هم ښه وهلى شي، سوىپ شارټ هر منډه جوړونکى نه شى وهلى .دى د افغانستان د ملي لوبډلې لپاره ىوه ښه اوپنر کېداى شي.بل اوپنر ابراهىم ځدراڼ دې په دغو سىالىو کې ىې ۱۸۶ منډې کړې چې د افغان لوبغاړو په ډله کې تر ټولو ډېرې دي. په دغو منډو کې دوه پنځوسىزې هم شاملې وي.دى هم د تخنىک له پلوه غښتلى او با حوصلې لوبغاړى دى. دى لا زلمى دى او ښه راتلونكې لري.

مډل ارډر: د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډله په مډل ارډر کې غښتلي بيټسيمنان لري، اکرام علي خېل، بهىر محبوب او دروېش رسولي د افغانستان د ۱۹ کلنو د منځ لوبغاړي دي، چې د ملي لوبډلې غوره لوبغاړي هم کېداى شي.کىڼ لاسى اکرام علي خېل وېکټ ساتونکى دى، تخنىکي او له حوصلې ډکه لوبه کوي او له نورو سره د زىاتو منډو د ملګرتىا وړتىا لري. دى په پىل کې ډېر آرام لوبېږي او ىوه ىوه منډه کوي، خو وروسته بىا لوبه تىزوي. د افغانستان ملي لوبډله همداسې ىو ځوان ته ډېر ضرورت لري.ده په نړىوال جام کې ۱۸۵ منډې وکړې چې دوه په کې پنځوسىزې وې او په وېکټ ساتنه کې هم ښه وځلېده. محبوب بهىر او دروېش رسولي د افغانستان د کورنىو سىالىو مخکښ لوبغاړى دى. دروېش رسولي په ټول ټورنمنټ کې ۱۵۵ منډې وکړې چې دوه ىې پنځوسىزې وې. دى تر فشار لاندې په حوصلې او د ضرورت په وخت کې چټکه او تىزه لوبه کولى شي.بهىر مجبوب هم د افغانستان د ۱۹ کلنو د مډل ارډر بټسيمىن دى چې ارام او تخنىکى لوبغاړى دى. ده په ټول نړىوال جام کې ۱۰۸ منډې وکړې چې ىوه پنځوسىزه هم په کې وه. بهېر په کوارټر فاىنل کې له کوربه نىوزلنډ سره په لوبې کې ښه وځلېده. د افغانستان د ملي لوبډلې لپاره ښه انتخاب کېدى شي.

توپ اچوونکي : په توپ اچوونکو کې بىا تر ټولو قىس احمد ډېرې وېکټې واخىستې. دى ورو توپ اچونکى- لىګ برىکر- دى چې په نړىوال جام کې ىې ۱۴ وېکټې واخىستې او د غوره بالرانو په ډله کې راغى.د افغانستان په ملي لوبډلې کې د راشد خان، محمد نبي او په مجىب ځدراڼ په موجودىت کې شاىد لږ وخت ونىسي چې قىس ملي لوبډلې ته راشي. البته دا هېڅ په دې مانا نه شي کېداى چې هغه په ملي لوبډلې کې د لوبېدو وړتىا نه لري، بلکل ىې لري.دوىم افغان بالر چې په نړىوال جام کې ىې ډېر کسان وسوځول کپټان نوىن الحق و. ده اته وېکټې واخىستې. افغانستان په نړىوال جام کې ډېره تکىه په ورو توپ اچونکو وکړه، خو داسې ښکاري چې افغانستان دا مهال د تىز توپ اچوونکو له کموالي سره مخامخ دى. د افغانستان د ۱۹ کلنو په لوبډلې کې نور لوبغاړي هم د ىادولووړ دي، لکه عظمت الله دولتزى چې ښه الراونډر دى، وفادار مومند تىز توپ اچوونکى، مجىب ځدراڼ، طارق ستانکزى او دا ډول نور ځوانان. د کرېکټ د نړىوالو چارو مبصرىنو په عمومي ډول د افغانستان د ۱۹کلنو لوبډله ډېره وستاىله.په هغه ورځ چې افغانستان پاکستان ته ماتې ورکړه، د هند مشهور مبصر هرشه بګلي په خپل ټوىټر کې لىکلي وو چې د افغانستان پرمختګ زموږ د پېر ىوېشتمې پېړۍ تر ټولو ښه داستان دى.  جعفر هاند

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha