صفحه اصلی | hiwad | لوبې | د ۲۰۱۹ م کال د نړيوال جام د غوراوي پړاو د سياليو لپاره د افغان لوبډلې نوملړ

د ۲۰۱۹ م کال د نړيوال جام د غوراوي پړاو د سياليو لپاره د افغان لوبډلې نوملړ

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

افغان کرېکټ بورډ د ۲۰۱۹ م کال دنړيوال جام د غوراوي سياليو لپاره خپله لوبډله اعلان کړه. د غوراوي پړاو په سياليو کې د ۱۰ هېوادونو لوبډلې چې په دوو ګروپونو وېشل شوي ګډون کوي او په پايله کې به يې دوه لوبډلې د ۲۰۱۹ م کال د کرېکټ نړيوال جام ته لاره ومومي.په الف ګروپ کې وېسټ انډيز، ايرلنډ، هالنډ، پاپوانيوګينې او د کرېکټ د نړيوالې شورا د دويم ډويژن ګټونکي هېواد راځي چې تر اوسه څرګند نه دى.

په بي ګروپ کې افغانستان، زمبابوې، سکاټلنډ، هانګ کانګ او د کرېکټ د نړيوالې شورا د دويم ډويژن د پايلوبې بايلونکي راځي.داسې ښکاري چې افغانستان په آسانه ګروپ کې دى.د غوراوي په سياليو کې به د مارچ له څلورمې نېټې تر ۲۵ پورې ټولټال ۳۴ لوبې کېږي، هره لوبډله به د خپل ګروپ له هرې لوبډلې سره يوه لوبه کوي.د هر ګروپ درې د سر لوبډلې به دويم پړاو ته لاره مومي. هلته به د مقابل ګروپ له درېيو لوبډلو سره بخت ازمويي.هره لوبډله په لومړي پړاو کې د سيالو لوبډلو پر وړاندې د بري پواينټونه هم دويم پړاو ته له ځان سره وړي.د دويم پړاو په پای کې تر ټولو وړاندې دوه لوبډلې پايلوبې ته لاره مومي چې هغوی بيا په نړيوال جام کې د ګډون حق خپلوي.

د ۲۰۱۹ م کال نړيوال جام لپاره ټولټال ۸۳ هېوادونو آن له ۲۰۱۳ م کال راهيسې بخت ازمويه.د افغانستان تېز توپ اچوونکي حميد حسن به په دغو سياليو کې نه وي. د افغان کرېکټ بورډ پر وينا حميد حسن په تمريناتي کمپ کې ټپي شوى او نوموړي ته د روغتيايي مسوولينو له لوري د درېيو اوونيو استراحت ورکړل شوى دى.افغانستان به خپله لومړنۍ لوبه د مارچ په څلورمه له سکاټلنډ سره کوي او دوه ورځې وروسته به له زمبابوې سره مخامخېږي.د ۲۰۱۵ م کال نړيوال جام کې افغانستان په لومړي ځل برخه اخيستې وه او هلته يې له سکاټلنډ څخه يوه لوبه هم ګټلې وه، خو د غوراوي په دغو سياليو کې وېسټ انډيز، زمبابوې او ايرلڼد ښايي لوی سرخوږي ورته جوړ کړي.وېسټ انډيز دوه ځله د کرېکټ نړيوال جام هم ګټلى دى.دا په داسې حال کې ده چې افغانستان او زمبابوې د دوو شل اووريزو او پنځو يو ورځنيو لوبو لړۍ پيل کړې. لومړۍ شل اووريزه سيالي وړمه ورځ افغانستان لوبډلې له زمبابوې وګټله

د افغان لوبډلې نوملړ

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha