صفحه اصلی | hiwad | لوبې | د زمبابوې د کرېکټ کپټان وايي‌ د افغانستان ماتول سخت دي

د زمبابوې د کرېکټ کپټان وايي‌ د افغانستان ماتول سخت دي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

د زمبابوې کپټان الګساندر ګرايم کريمر وايي: له افغانستان سره يې سياليو ته پوره چمتووالى نيولى دى، خو پوهېږي له سخت سيال سره مخامخ دى.افغانستان او زمبابوې د اوو نړيوالو سياليو لړۍوړمه ورځ په شارجه کې لومړی لو به بايلوده او لوبه افغان لوبغاړو وګټله، چې وروستۍ لوبه به يې د فبرورۍ په ۱۹ مه وي.د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د ۲۰ اورونو نړيوالو سياليو څخه يوه ورځ مخکې د دواړو لوبډلو کپتانانو په خبري کنفرانس کې د لوبو په اړه خبرې وکړې.

 د زمبابوې کپټان کريمر وويل: افغانستان يوه غښتلې لوبډله لري او (( پوهيږو چې ماتول يې سخت دي، په ځانګړي ډول په شارجه کې چې ميدان هم زموږ لپاره برابر نه دى. ))

ښاغلي کريمر وويل: افغانستان ښه لوبغاړي لري او په خاص ډول ورو توپ اچوونکي - سپين بالران- يې خطرناک دي. افغانستان تر دې مخکې څلور وارې له زمبابوې څخه د دا ډول لوبو لړۍ ګټلې ده، خو کپټان وويل : هڅه کوي دا ځل ښه لوبه وکړي.د افغانستان کپټان اصغر ستانکزي هم ډاډ وښوده چې لوبډله يې دغو سياليو ته پوره چمتو ده او هڅه به وکړي چې ويې ګټي.

کپټان ستانکزي وويل : (( د شارجه ميدان د ورو توپ اچوونکو لپاره ښه دى او موږ ښه توپ اچوونکي لرو.))

نوموړي وويل: د محمد شهزاد محمدي په راتګ سره په لوبډلې کې شته تشه هم ډکه شوې ده، (( د شهزاد په راتګ سره د افغانستان لوبډلې ښه وېکټ ساتونکى  هم پيدا کړ او ښه اوپنر يې هم پيدا کړ )) او لوبډله برابره شوه.

اصغر وايي: له زمبابوې سره د سياليو لپاره يې له څو اوونيو راهيسې چمتووالى پيل کړيى او هڅه به وکړي چې دا لړۍ هم وګټي چې همداسې يې هم ګټله. د افغانستان کرېکټ بورډ په خپل فيسبوک د دغو کپتانانو خبري کنفرانس ژوندۍ ښوده. د افغانستان او زمبابوې ترمنځ دوه د ۲۰ اورونو او پنځه د يوې ورځې نړيوالې سيالۍ کېږي چې وروستۍ يې د فبرورۍ په ۱۹ نېټه ده.د افغانستان او زمبابوې ترمنځ‌ دا سيالۍ په بلې مياشتې کې د ۲۰۱۹ م کال د نړيوال جام د غوراوي لوبو لپاره امادګي بلل کېږي. دا سيالۍ په زمبابوې کې کېږي چې پر کوربه سربېره وېسټ انډيز،‌ ايرلنډ او اووه نور هېوادونه په کې لوبېږي، خو دوه به يې نړيوال جام ته ځي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha