صفحه اصلی | hiwad | لوبې | په افغانستان کې د کرېکټ د راتلونکي لپاره تمې

په افغانستان کې د کرېکټ د راتلونکي لپاره تمې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په افغانستان کې د کرېکټ د راتلونکي لپاره تمې

د ځوانو لوبغاړو په لوبېدو سره اوس د افغان لوبډلې نېمګړتىاوې پوره کېږي. مخکې پر افغان ملي لوبډلې نىوکې دا وې چې د توپ وهنې برخه ىې کمزورې ده ،

خو د ۱۹ کلنو لوبډلې لوبو ته په کتو سره ښکاري چې دغه کمى اوس په بشپړېدو دى.د نولس کلنو کرېکټ نړيوال جام سياليو کې د افغانستان ملي لوبډلې څلورو لوبغاړو د نيوزيلنډ لوبډلې پر وړاندې نىمې سلىزې ووهلې او هدف ىې هم لوړ ىعنې ۳۱۰ منډې هدف يې ورته وټاکه.له بل لوري د افغان لوبډلې ځوانو توپ اچونکو په وروستىو لوبو كې د کرېکټ نړىوال تبصره کوونکي ګوته په غاښ کړي دي. قىس احمد دا مهال د نولس کلونو نړىوال جام سىالىو هغه لوبغاړى دى چې تر ټولو زىاتې وېکټې ىې اخىستې دي.تر راشد خان وروسته اوس تر ډېره تبصرې پر مجىب ځدراڼ، قىس احمد او ظاهر خان کېږي.د نيوزيلنډ ۱۹ کلنې لوبډلې چې په مخکنىو سىالىو کې ىې خپلو سىالانو ته آن تر ۴۰۰ ډېرې منډې هدف اىښى و، د افغان توپ اچونکو پر وړاندې يې تر ډېره مقاومت ونه شو کولاى، ځکه د افغان لوبغاړو توپ اچونه دومره پىاوړې وه چې لوبه ىې د ۲۰۲ منډو په توپىر وګټله.د استرالىا او نيوزيلنډ لوبغاړي تر ډېره په تېزو توپ وهونکو ښې منډې جوړوي ، خو په ورو توپ اچونکو بىا ښې منډې نه شي جوړولاى.د نيوزيلنډ په خبرونو او رسنىو کې تر ډېره د افغانستان او نيوزيلنډ تر منځ پر لوبې زىاتې خبرې و شوې او دا هم په کې وىل شوي ، چې هېڅ داسې تمه نه کېدله چې افغان لوبعاړي دې د دوى لوبډله ماته کړي، ځکه د دغو سىالىو په لړ کې ىې تر دې مخکې هېڅ لوبه نه وه باىللې.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha