صفحه اصلی | hiwad | لوبې | د کچه ګړۍ له خاورينو ميدانونو تر نړيوالو معياري لوبغالو پورې

د کچه ګړۍ له خاورينو ميدانونو تر نړيوالو معياري لوبغالو پورې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

سپورت هغه کليمه ده چې په اورېدو سره يې ډېر خلک د سولې، ورورګلوۍ او مينې احساس کوي.

سپورت جغرافيوي پولې نه پېژني اوډېرى وخت داسې شوي ، چې دوه سرسخته او مخالف هېوادونه هم د همدې سپورت په پلمه سره راټول شوي دي، په يوه ميدان کې لوبېدلي او خپل احساسات يې سره شريک کړي دي. له نېکمرغه افغانستان هم يو له هغو هېوادونو څخه دى ، چې د سپورت په برخه کې يې مينوال ورځ تربلې مخ په ډېرېدو دي او د مينوالو همدا مينه، ولوله او جذبه ده چې نن د افغانستان نوم تر بل هر هېواد ډېر په بهرنيو رسنيو کې اخېستل کېږي.هو! سپورت مينه ده، جذبه ده، احساسات دي، ولوله او هېوادنۍ مينه ده.د افغانستان په اوسنيو شرايطو کې نسبت هرې برخې ته سپورت ته ډېر کار شوى او دغه کاروان په چټکۍ سره خپل يون ته دوام ورکوي.د انتقالي حکومت په پيلېدو سره سم د نور برخو او اړتياو ترڅنګ سپورت هم خپلې ريښې په افغانستان کې وځغلولې او په دې برخه کې د ځينو مخلصو کسانو، بنسټونو او ادارو له لوري خپلې هڅې ګړندۍ کړې، نوي او تازه استعدادونه راوغوړېدل، د کرېکټ، فوټبال او نورو سپورتي لوبو د ودې لپاره پروګرامونه په لار واچول شول او په كمو امکاناتو دا لړۍ همداسې جاري وساتل شوه. چې په کوم کار کې اخلاص او ولوله وي هلته هېڅ ستونزه په دې نه شي بريالۍ کېداى چې هغه روان يون ټکنى او مات کړي.د هجرت په کلونو کې هر مهاجر او مقيم افغان دا هيله درلوده چې افغانستان دې د کرېکټ، فوټبال … ملي لوبډلې ولري، کله به چې نړيوالې سيالۍ ترسره کېدې ، نو په سپورت مينو افغانانو به هغه لوبې کتلې او خپله مينه به ىې پرې خړوبوله، خو د مايوسۍ خبره دا وه، چې هغه وخت د افغانستان په نامه هېڅ کومه سپورتي لوبډله نه وه او کله به چې په نړيوالو رسنيو کې د افغانستان نوم اخېستل کېده ،نو د ليدونکو او اورېدونکو په اذهانو کې به د افغانستان د جګړې او وحشت کرغېړن انځورونه مجسم کېدل.په هماغه سختو شرايطو او د كډوالۍ په شپو او ورځو کې ځينې ځانګړي مخلص کسان وو ، چې د سپورت په برخه کې به يې کار کوه، د پرديو کچه او بدرنګو ميدانونو کې به يې لوبې کولې او هغوى دې ته هيله من و، چې داسې يوه ورځ راتلونکې ده چې دا تورې تيارې د سهار په سپينو سپېدو تبديلې شي، داسې يو وخت به هم راشي چې افغانستان به خپلواکې ملي لوبډلې ولري.هو! هغوى هوډ درلود، هغوى د ماتې په نامه اصلاً څه نه پېژندل، هغوى خولې تويولې او هغوى هر ډول ستونزې او ربړې په ځانونو منلې، خو ناهيلي نه وو.د کچه ګړۍ د خاورينو ميدانو څخه نيولې تر نړيوالو معياري ميدانونو پورې ستونزمن مزل و، ربړوونکى مزل و، خو ناهيلى کوونکى نه و.دا دى اوس، د لوى رب په مرحمت سره په افغانستان کې د نورو برخو ترڅنګ سپورت هم د پام وړ پرمختګ کړى دى.افغانستان اوس د کرېکټ، فوټبال او نورو  سپورتي لوبو لپاره ملي لوبډلې لري.د افغانستان د کرېکټ، فوټبال او نورو ورزشي لوبو لپاره اوس ځانګړې ادارې جوړې شوي ، چې په همدې برخه کې کار کوي او يادې لوبې په مادي او معنوي برخو کې حمايه کوي.                   عزيز پردېس

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha