صفحه اصلی | hiwad | لوبې | محمد نبي: په بېګ باش کې لوبه کول د ټول افغانستان لپاره وياړ دى

محمد نبي: په بېګ باش کې لوبه کول د ټول افغانستان لپاره وياړ دى

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
محمد نبي: په بېګ باش کې لوبه کول د ټول افغانستان لپاره وياړ دى

د افغانستان د كرېكټ‌ د ملي‌ لوبډلې مشهور لوبغاړى محمد نبي عيسى خېل وايي: د بېګ باش په سياليو لوبه کول او ښه ځلېدل د هغه او ټول افغانستان لپاره افتخار دى.

محمد نبي له امريکا غږ اشنا سره په ځانګړې مرکه کې د اسټراليا په تجارتي سياليو کې د خپلو لوبو او نويو تجربو په اړه خبرې وکړې. ده وويل : (( بېګ باش ورته بيخي نوې تجربه وه او بيخي‌ يوه نوې تجربه يې په کې زده کړه. داسې چې د روزنې په وخت کې روزنه او د لوبې په وخت کې لوبه وي او له دې پرته له لوبغاړو سره د کپټان، روزونکو او نورو چارواکو کار نه وي، چې په دغه کار سره لوبغاړو ته د ښه او آزاد فکر وخت ورکول کېږي چې بيا ميدان ته په ښه او ارام فکر سره ننوځي. )) ده وويل: د هند په آى پي اېل او نورو ليګونو کې داسې نه و. محمد نبي وويل: چې له بېګ باش سياليو څخه افغانستان او افغان لوبغاړو ته خپلې نوې تجربې انتقالوي. نبي د افغانستان د ملي لوبډلې د را روانو سياليو په اړه هم خبرې وکړې. ده وويل، چې له زمبابوې سره را روان سيريز او په زمبابوې کې د ۲۰۱۹ کال د نړيوال جام د غوراوي سيالۍ به سختې وي ،خو افغانستان به په کې بريالى شي. محمد نبي هيله وښووده چې افغانستان به نړيوال جام ته وځي. ده پر شهزاد محمدي د بنديز ختمېدل يو ښه خبر وګاڼه او ويې ويل چې د ده په بېرته راتګ سره به يې د لوبډلې توازن برابر شي. محمد نبي‌ وويل: پر شهزاد بنديز د ټولو لوبغاړو لپاره ښه درس و. د افغانستان د ملي لوبډلې دغه مشهور لوبغاړي د ملي لوبډلې د روزونکي په توګه د ويسټ انډيز د مخکني روزونکي فيليپ سيمنز ګمارنه پر ځاى او مهم ګام وباله. ده وويل، چې د سيمنز تر څار لاندې يې لوبه کړې او هيله من دى چې د ده په راتګ سره به د افغانستان په ملي لوبډلې کې مثبت تغييرات هم راشي. محمد نبي تېرکال د هند په تجارتي سياليو، آى پي اېل، کې هم ولوبېد. د دغو سياليو د لوبغاړو بولۍ په را روانو څو اوونيو کې پيلېږي. محمد نبي هيله وښوده چې سږکال به د ده او راشد خان په ګډون د افغانستان ځينې نور لوبغاړي هم آى پي اېل ته لاره وکړي. محمد نبي به د جنورۍ مياشتې په ۱۳ مه نېټه د اسټراليا له بېګ باش څخه اماراتو ته ولاړشي چې د ملي لوبډلې په تمريناتو کې برخه واخلي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha