صفحه اصلی | hiwad | لوبې | د افغانستان د ۱۹کلنو لوبډلې بنګله دېش ته ماتې ورکړه

د افغانستان د ۱۹کلنو لوبډلې بنګله دېش ته ماتې ورکړه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د افغانستان د ۱۹کلنو لوبډلې بنګله دېش ته ماتې ورکړه

د ۲۰۱۸م کال د کرېکټ د ۱۹ کلنو دنړيوال جام سياليو په تمريناتي لوبه کې د افغانستان لوبډلې د بنګله دېش لوبډلې ته په ۵۶ منډو ماتې ورکړه. دغه سيالۍ په نيوزيلنډ کې تر سره کېږي.

د افغانستان د کرېکټ د ۱۹ کلنو لوبډلې د سږني نړيوال جام سياليو ته د چمتووالي په موخه د بنګله دېش له لوبډلې سره د جنورۍ پر اتمه تمريناتي لوبه وکړه. ټاس يا پچه د بنګله دېش لوبډلې وګټله او د افغانستان لوبډلې ته يې د منډو جوړولو بلنه ورکړه. که څه هم د افغانستان د سر دوه لوبغاړي ژر ژر وسوځېدل خو لوبډله په دې وتوانېده چې تر ۴۹ اوره پورې ولوبېږي او خپلې سيالې لوبډلې ته د ۲۰۷ منډو هدف وټاکي.  د افغانستان له لوري له ټولو زياتې منډې عظمت الله عمرزي وکړې. ده په ۶۶ توپونو د ۵ شپږيزو او پنځو څلوريزو پر مټ ۸۱ منډې وکړې. د بهير شاه ۴۴ او د ابراهيم ځدراڼ ۳۲ منډې هم د پام وړ وې. د بنګله دېش له لوري په توپ اچونه کې حسن محمود د افغانستان څلور او ربيع الحق درى لوبغاړي وسوځول. د افغانستان د ۲۰۷ منډو هدف د پوره کولو لپاره د بنګله دېشۍ لوبډلې پيل بد نه و. د ۹۲ په مجموعي منډو د بنګله دېش يوازې دوه لوبغاړي سوځېدلي وو، خو له دې وروسته بنګله دېشي توپ وهونکو ژر ژر خپلې ويکټې له لاسه ورکړې او په ۱۳۵ مجموعي منډو يې خپلې اته ويکټې له لاسه ورکړې وې. په پاى کې په ۴۲ اور کې د بنګله دېش ټوله لوبډله په ۱۵۰ منډو وسوځېده او افغانستان خپلې سيالې لوبډلې ته په ۵۶ منډو ماتې ورکړه. په توپ اچونه کې کپتان نوين الحق او قيس احمد ښه وځلېدل او د مخالفې لوبډلې درى، درى لوبغاړي يې وسوځول. په پام کې ده چې د افغانستان د ۱۹ کلنو دلوبډلې دوهمه تمريناتي لوبه د جنورۍ مياشتې پر لسمه د نامبيا پر وړاندې وشي. په يوه بله تمريناتي لوبه کې د پاکستان د ۱۹ کلنو لوبډلې د نامبيا لوبډلې ته په ۱۹۰ منډو ماتې ورکړه.

د ۱۹ کلنو د کرېکټ د نړيوال جام د سياليو په ترڅ کې به افغانستان خپله لومړۍ لوبه د جنورۍ مياشتې پر ۱۳مه له پاکستان سره وکړي. دوهمه لوبه د جنورۍ پر ۱۷ مه له سريلانکا او درېـيمه لوبه د جنورۍ پر ۲۰ مه له آيرلېنډ سره پلان شوې ده. څه موده وړاندې د افغانستان د ۱۹ کلنو كرېكټ لوبډلې د آسيا اتلولي وګټله.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha