صفحه اصلی | hiwad | لوبې | راشد خان خپله لوبډله د بېګ باش د جدول سر ته ورسوله

راشد خان خپله لوبډله د بېګ باش د جدول سر ته ورسوله

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

راشد خان د استراليا د كرېكټ په بيګ باش غوره ليګ کې د تېرې /يکشنبې/ په ورځ خپله لوبډله اديلايد سترايکر د جدول سر ته ورسوله.

د شنبې په ورځ بيا محمد نبي د جدول سر ته د خپل ټيم په رسولو کې مهم رول ولوباوه. راشد خان تراوسه د استراليا په بيګ باش ليګ کې له ټولو غوره بالر يا توپ اچوونکى ثابت شوى دى.ده په تېرو ۵ سياليو کې ۱۰ لوبغاړي سوځولي او له ټولو لږ منډې يې ورکړې دي.

راشد په لومړۍ مسابقه کې ۲ لوبغاړي سوځولي او ۲۲ منډې يې ورکړې، په دوهمه کې د ۲۲ منډو په وړاندې ۲، په درېـيمه کې د ۱۹ منډو په وړاندې ۲، په څلورمه کې د ۱۸ منډو په وړاندې ۲ او تېره يكشنبې يې هم په پنځمه کې د ۲۱ منډو په وړاندې ۲۱ منډې ورکړې دي.

د تېرې يكشنبې مسابقه د راشد خان لوبډلې اديلايد سترايکر په ۲۵ منډو له سيډني تندر څخه وګټله.راشد خان په دې سيالۍ کې نه يوازې ۲ لوبغاړي وسوځول بلکې په ۶ توپونو يې ۱۶ ناسوځېدلې منډې هم وکړې. ده دوې شپږيزې ووهلې. تېره /شنبه/ محمد نبي د مسابقې غوره لوبغاړى وپېژندل شو. محمد نبي، چې د ملبرن رينګېدز لپاره لوبېږي ۵۲ منډې وکړې او يو لوبغاړى يې وسوځاوه. دواړه افغان لوبغاړي، راشد خان او محمد نبي د استراليا د خلکو له لوري زيات تشويق کېږي. اوس د استراليا په بيګ باش ليګ کې د راشد خان لوبډله د جدول په سر کې ده، ورپسې د محمد نبي لوبډله ملبرن رينګېډز ده.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha