صفحه اصلی | hiwad | لوبې | ويراټ کوهلي د آى پي اېل له ټولو ګران بيه لوبغاړى

ويراټ کوهلي د آى پي اېل له ټولو ګران بيه لوبغاړى

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

وتلى هندي کرېکټ لوبغاړى ويراټ کوهلي د هند د غوره ليګ يا آى پي اېل سياليو دتاريخ له ټولو ګران بيه لوبغاړى ثابت شو.

د دغو سياليو د يوولسم پړاو لپاره د ويراټ کوهلې په بدل کې دوه نيم ميليونه او دوه سوه زره ډالر ورکړل شوي، چې دا په اى پي اېيل کې د يوه لوبغاړي لپاره له ټولو ډېرې ورکړل شوې پېسې دي. رايل چېلنجرز بنګلور لوبډلې د ويراټ کوهلي په بدل کې دغه پېسې ورکړې دي. د آى پي اېل په تېر کال سياليو کې هم ويراټ کوهلې د همدغې لوبډلې لپاره لوبېدلى و. دغه ۲۰ اووريزې سيالۍ د اتو لوبډلو تر منځ کېږي او له دې مخکې يوراج سينګ هغه لوبغاړى و، چې په ۲۰۱۵ کال کې يې د دوه نيمو ميليونو ډالرو په بدل کې لوبه کړې وه او د ډېرو پېسو اخيستونکو په لومړي سر کې و.  ۲۹ کلن ويراټ کوهلې په دا وروستيو کې له هندۍ فلمي ممثلې انوشکا شرما سره واده کړى او له مخکې يې نوم د نړۍ د ګران بيه لوبغاړو په نوملړ کې شامل دى. د ويراټ لوبډلې رايل چېلنجرز بنګلور د سويلي افريقا وتلي لوبغاړي اي بي ډيويليرز ته په دغو سياليو کې د ګډون په بدل کې ۱۷۰۰ زره ډالر ورکړي.

د اې ايف پي خبري اژانس په رپوټ کې د استراليا کپتان سټېو سميت او د اوپنر توپ وهونکي ډېوېډ وارنر نومونه هم د بهرنيو ګران بيه لوبغاړو په نوملړ کې ياد شوي، چې هر يو د ۱۹۰۰ زره ډالرو په بدل کې د خپلو مخکينيو لوبډلو له لوري اخيستل شوي دي. سټېو سميت لوبه کې د درغليو له دوه کلن بنديز وروسته په آى پي اېل کې د راجستان رايلز او
 ډېوېوډ وارنر سن رايزرز حيدرآباد له لوري لوبېږي
. چنئي سوپر کينګز لوبډله له دوو کلونو ځنډ وروسته په آى پي اېل سياليو کې ګډون کوي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha