صفحه اصلی | hiwad | لوبې | مجيب او نوين د نولس کلنو دنړيوال جام ستوري

مجيب او نوين د نولس کلنو دنړيوال جام ستوري

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

د کرېکټ نړيوالې شورا پر خپل سايټ ليکنه خپره کړې او په هغې کې يې يو شمېر هغه لوبغاړي ياد کړي چې څو ورځې وروسته به د نولس کلنو په نړيوال جام کې راښکاره شي او خپلې وړتياوې به وښيي.

د افغانستان لپاره د کپټان نوين الحق او ورپسې د مجيب ځدراڼ نوم ياد شوى او ليکلي يې دي، د افغانستان لپاره يوازې راشد نه دى چې بايد خبرې پرې وشي، بلکې ورپسې د مجيب په څېر اف برېکر هم شته چې يوازې د نړيوالو نولس کلنو لپاره اسانه نه ده بلکې دا هغه هستي ده چې په ټاپ سټېج کې هم بايد ترې لوبغاړي لاره بدله کړي. مجيب وروسته له هغې چې د ايرلېنډ خلاف لوبډلې ته راغى او په لومړۍ لوبه کې يې وېکټې ګوزار کړې هغه څه و، چې د افغان کرېکټ د ملي لوبډلې راتلونکې يې روښانه ثابته کړه.

په ليکنه کې اشاره شوې چې نوين الحق او مجيب ځدراڼ هغه نومونه دي چې دوى افغان ملي لوبډله هم لوبولې او تر لاندې لوبغاړو زياتې تجربې له دوى سره شته. خو دلته به موږ هم وليکو چې يوازې همدا دوه نومونه نه دي بلکې د قيس احمد، ابراهيم ځدراڼ، اکرام علي خېل او رحمان الله ګربز نومونه يادول په کار دي. داسې چې دوى خپل ټيم ډېر ښه چلولى شي، خو ورپسې د بهير خان محبوب نوم چې په کورنيو احمدشاه ابدالي څلور ورځنيو لوبو کې يې زياتې منډې جوړې کړې او دا وخت يې په نيوزلېنډ کې په تمريني دوو لوبو کې ۱۰۰ او ۹۸ منډې جوړې کړې چې دا به هم دافغان نولس کلنې لوبډلې د مېډل ارډر لپاره ستره تکيه وي. په ليکنه کې د پاکستان او بنګله دېش د لوبډلو هم د څو لوبغاړو نومونه ياد شوي چې دوى به هم د خپلو لوبډلو لپاره ښه لوبغاړي وي. خو په ټوله کې به د نولس کلنو په دغه نړيوال جام کې چې روانه مياشت څو ورځې وروسته په نيوزلېنډ کې پيلېږي يو شمېر لوبغاړي چې نومونه يې راغلي دا دي چې هغوى وړاندې له دې چې د نولس کلنو په  جام کې ولوبېږي د خپلې ملي لوبډلې لپاره يې هم لوبې تر سره کړې دي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha