صفحه اصلی | hiwad | لوبې | د هند او پاکستان ترمنځ دکرېکټ لړۍ ناشونې ده

د هند او پاکستان ترمنځ دکرېکټ لړۍ ناشونې ده

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

د هند حکومت له پاکستان سره د کرېکټ د اړيکو د پيلولو امکان رد کړ. نوى ډېلى وايي:

 د پاکستان له لوري پر پوله د زياتېدونکو ډزو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرېکټ لړۍ پيلېدل ناشوني دي. د هندي رسنيو د رپوټ له مخې دا خبره د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزيرې يوې سلاکارې غونډې ته کړې ده.  سوشما سوراج ويلي: د سرحدي تاوتريخوالي له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرېکټ د ډيپلوماسۍ لپاره هم حالات جوړ نه دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتريخوالي د کمولو لپاره د کرېکټ لړۍ د پيلولو په هکله هغې وويل، چې د انساني همدردۍ لپاره د مېرمنو او بوډا بنديانو د خوشې کولو پر خيال غور کېږي، (( خو د پاکستان له لارې پر پوله د پرله پسې ډزو له امله د کرېکټ لړۍ د پيلولو امکان نشته.))

سوشما سوراج وايي: په تېر يو کال کې د پاکستان له لوري پر سرحد د ډزو له ۸۰۰ ډېرې پېښې ريکارډ شوې دي. د نوموړې په خبره، پر سرحد د ډېرېدونکي کړکېچ پرمهال داسې چاپېريال جوړېدلى نشي چې خپلمنځي لوبې په کې وشي. دا لومړى ځل نه دى چې د هند حکومت خپله لوبډله له پاکستان سره له لوبېدلو ګرځوي.   د تېر کال په مارچ کې هم د هند کرېکټ بورډ له پاکستان سره د لوبو لړۍ(سيريز) د پيلولو لپاره له حکومته اجازه وغوښته، خو د هند د بهرنيو چارو وزارت ملي کرېکټ لوبډلې ته چانس ور نه کړ، چې په دوبۍ کې له پاکستان سره کرېکټ لوبې وکړي. د هندي چارواکو دا څرګندونې په داسې مهال دي چې د کرېکټ نړيوال کونسل له لوري نويو راتلونکو چکري پروګرامونو کې د اسلام آباد او نوي ډېلي ترمنځ د کرېکټ سياليو کوم مهالوېش نشته.د پاکستان کرېکټ بورډ هم وايي: لوبډله به يې تر هغه په هند کې لوبې ونه کړي چې نوي ډېلي د ۲۰۱۴ کال د هوکړې له مخې په پاکستان يا کوم بل هېواد کې له دوى سره لوبه نه وي کړې او په دې تړاو کوم بل جوړ جاړى نشي کېدى.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha