صفحه اصلی | hiwad | لوبې | شهزاد محمدي او حميد حسن به راتلونکې مياشت د زمبابوې پر وړاندې ولوبېږي

شهزاد محمدي او حميد حسن به راتلونکې مياشت د زمبابوې پر وړاندې ولوبېږي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

د افغانستان کرېکټ بورډ له زيمبابوې سره د راتلونکو لوبو لپاره د افغان لوبغاړو نوملړ اعلان کړ چې د شهزاد محمدي نوم هم په کې شته. دغه لوبې - چې پنځه يې يو ورځنۍ او دوې يې شل اوريزې دي -

د راتلونکې فبرورۍ پر ۵مه پيلېږي. کرېکټ بورډ وايي: د ملي لوبډلې لپاره په ننګرهار کې يو روزنيز کمپ جوړ شوى، چې څه باندې دوې اوونۍ به دوام وکړي او لوبغاړي به ځانونه په کې چمتو کړي. په غوره شويو لوبغاړو کې شهزاد محمدي هم دى، چې د کرېکټ د نړيوالې شورا له خوا له کابو يو کلن بنديز وروسته اوس د نړيوالو لوبو لپاره ډګر ته راوځي. د افغان لوبډلې په نوي نوملړ کې پر شهزاد محمدي سربېره د کريم صادق، آفتاب عالم، سميع الله شينواري، شرف الدين اشرف او حميد حسن نومونه هم شته. دا لوبغاړي له څه مودې راهيسې د بېلابېلو لاملونو له مخې په نړيوالو لوبو کې په افغان لوبډله کې نه وو لوبېدلي. شهزاد محمدي د افغانستان د ملي لوبډلې پياوړى توپ وهونکى او د ځانګړي انداز لرونکى وېکټ ساتونکى دى چې په کوردننه او بهر مينه وال لري.  پر نوموړي د کرېکټ د نړيوالې شورا له خوا د ناقانونه درملو د کارولو په تور لوببنديز و، خو اوس له بنديزه خلاص شوى دى. د كرېكټ د غوراوي د شورا مشر نوروز منګل وويل: (( شهزاد په بشپړ ډول لوبو ته چمتو او پوره تږى دى، هيله ده، چې په دغو لوبو کې ښه ولوبېږي.)) په پام کې ده چې د افغانستان ملي لوبډله په شارجه کې د زمبابوې له ملي لوبډلې سره دوې شل اوريزې او ۵ يو ورځنۍ لوبې وکړي. دا لوبې د راتلونکې فبرورۍ له پنځمې نېټې پيلېږي چې د همدې مياشتې تر ۱۹ مې نېټې به روانې وي. کرېکټ بورډ وايي: په دې لوبو کې به د پنځوس اوريز نړيوال جام د غوراوي لوبو ته د لوبغاړو چمتو کېدل شامل وي او ددغې لوبيزې لړۍ په پاى ته رسېدو سره به پيل شي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha