صفحه اصلی | hiwad | لوبې | دکرېکټ لوبغاړو! په لامبلو له دوو دقيقو ډېر وخت مه تېروئ

دکرېکټ لوبغاړو! په لامبلو له دوو دقيقو ډېر وخت مه تېروئ

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

د سويلي افريقا په کيپ ټاون ښار کې د هندوستان دکرېکټ له ملي لوبډلې غوښتل شوي چې له دوو دقيقو ډېر وخت پر ځان مينځلو تېر نه کړي. د روانې جنورۍ له لومړۍ نېټې راهيسې په دغه ښار کې د اوبو د کمښت سخته وېره ده.

د هند ملي لوبډله دغه هېواد ته د يوې ازميښتي لوبې لپاره ورغلې. انډين اېکسپرېس وايي: د جمعې په ورځ کيپ ټاون ښار کې د هوا درجه ۲۷ سانتيګراده وه، چارواکو د اوبو له رسوونکو غوښتي چې له اوبو کاروونکو د کمو اوبو د مصرفولو غوښتنه وکړي.  ورځپاڼه وايي، کيپ ټاون ته له ډېره د هند له هغو سيمو کرېکټ لوبغاړي ورغلي، چې په خپلو سيمو کې هم د اوبو له کمښت سره مخامخ دي،
نو دوى پوهېږي چې څرنګه له کمو اوبو ډېره ګټه واخلي، خو هومره هم نه وه چې په دوو دقيقو کې ځان ومينځلى شي
.

د کيپ ټاون اوسېدونکي اوس له يوې مياشتې راهيسې د اوبو له کمښت سره مخامخ دي، چې هرې کورنۍ ته شاوخوا ۱۰۵۰۰ لېتره اوبه ورکول کېږي او هر وګړي ته د ورځې نږدې ۸۷ لېتره اوبه رسېږي. ښاروالې پاټريشيا دي ليلي د صفر ورځې په نوم وينا کې وويل: تر اپرېل مياشتې به هلته د اوبو ډېره کمي وي. په کيپ ټاون كې له کابو درېو کلونو راهيسې وچکالي ده.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha