صفحه اصلی | hiwad | لوبې | د سنرايز حيدر اباد روزونکى: راشد خان ډېر خريداران لري، بايد ژر يې راخپل کړو

د سنرايز حيدر اباد روزونکى: راشد خان ډېر خريداران لري، بايد ژر يې راخپل کړو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د سنرايز حيدر اباد روزونکى: راشد خان ډېر خريداران لري، بايد ژر يې راخپل کړو

د هندوستان د کورني كرېكټ په مشهورې تجارتي كرېكټ سياليو کې د افغان لوبغاړي راشد خان په اړه د پخواني هندي لوبغاړي او اوسني روزونکي لکشمن اندېښنې را پيدا شوې دي.

د هندوستان د كرېكټ ملي لوبډلې لوبغاړى لکشمن چې په تېر ۱۰ م پړاو ( اي پي اېل سياليو) کې د سنرايز  حيدر اباد لوبډلې د روزونې دنده ترسره کوله وايي، د سنرايز  حيدر اباد لوبډله دې ژر تر ژره راشد خان را خپل کړي، ګنې نوموړى په اوسني وخت کې ډېر خريداران لري او کېداى شي، چې بله لوبډله يې د راتلونکي پړاو په سياليو کې د لوبو لپاره وپيري. د نوموړي دغه اندېښنه وروسته له هغې را څرګنده شوه، چې د راتلونکي اى پي اېل سياليو په وړاندې بېلابېلو لوبډلو له ځان سره د ۳ ساتل شويو لوبغاړو لېست اعلان کړ. د اصولو له مخې هره لوبډله کولى شي، چې له بولۍ وړاندې په تېر پړاو کې له لوبېدونکو لوبغاړو څخه د دوو هندي او د يو بهرني لوبغاړي نوم په ډاګه کړي، چې د سنرايز حيدر اباد لوبډلې له هنديو لوبغاړو څخه د بينيشوار کمار او بهرنيو لوبغاړو څخه د تېر کال لوبډلمشر ډېوېډ وارنر نومونه اعلان کړي دي. د بولۍ پر مهال هم هره لوبډله کولى شي، چې د  (RTM)يا ( Right to the match card ) په ځېر د بلې لوبډلې څخه د تېر کال دوه لوبېدونکي لوبغاړي د بلې لوبډلې لخوا په نوي اخيستل شوي قيمت سره سره بېرته را خپلولى شي. هندى لکشمن وايي، حيدر اباد لوبډله چانس لري، تر څو راشد خان په ۷ کروړه هنديو کالدارو سره را خپل کړي.نوموړي د سټار سپورټز تلويزيوني شبکې وياندې ته په ټوېټ کې د حيدر اباد په لوبډلې غږ کړى ، چې د بولۍ پر مهال لومړى د راشد خان غم وخوري. د راتلونكي پړاو په سياليو کې به هره لوبډله د زياتو ۲۵ او کمو ۱۸ لوبغاوړو د اخيستو اجازه ولري، چې په کې به ۸ بهرني لوبغاړي شامل وي.د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو په تېر پړاو کې افغان لوبغاړي محمد نبي عيسى خېل او راشد خان د حيدر اباد لوبډلې په ګټه ولوبېدل، چې د دغې لوبډلې لپاره يې ګټورې لوبې وکړې.د هندوستان د اى پي اېل كرېكټ سياليو راتلونکى پړاو د اپرېل په ۵ مه پيلېږي، چې ورته به د روانې جنورۍ مياشتې په ۲۷ مه د لوبغاړو بولۍ پيل شي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha