صفحه اصلی | hiwad | لوبې | په ۲۰۱۷ميلادي کال کې د افغانستان دکرېکټ لوړې ژورې

په ۲۰۱۷ميلادي کال کې د افغانستان دکرېکټ لوړې ژورې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په ۲۰۱۷ميلادي کال کې د افغانستان دکرېکټ لوړې ژورې

د بېلابېلو لاملونو له مخې ۲۰۱۷ م کال د افغانستان، ايرلينډ او زمبابوې لوبډلو لپاره له خاطرو ډک کال و. که څه هم ۲۰۱۷ م کال د زمبابوې او ايرلينډ لوبډلو لپاره څه ناڅه مايوسوونکي و، خو بې لاسته راوړنو نه و.

د دې درېيو لوبډلو په منځ کې ۲۰۱۷ م کال د افغانستان دکرېکټ لپاره له لاسته راوړنو ډک او غوره کال و، ځکه افغانستان په ۲۰۱۷ م کال کې د ټېسټ لوبو غړيتوب ترلاسه کړ.تر څنګ يې راشد خان او نبي عيسي خېل په بهرنيو ليګونو لکه بي پي اېل، اي پي اېل، کارابين پرېمير ليګ او بېګ باش ليګ سياليو کې د لوبېدو چانسونه ترلاسه کړل او همدا شان افغانستان له ويسټ انډيز سره د يو ورځنيو لوبو سېريز مساوي کړ.البته ايرلنډ هم په ۲۰۱۷ م کال کې له افغان لوبډلې سره هم مهاله د ټېسټ لوبو غړيتوب تر لاسه کړى دى.

دصحرا جام: افغانستان په ۲۰۱۷ م کال کې د اماراتو په کوربتوب د صحرا جام سياليو د اتلولۍ په ګټلو سره پيل کړ، چې له ټولو مخالفو لوبډلو څخه يې سيالۍ په ښه توپير وګټلې.په لومړۍ سيالۍ کې يې ايرلينډ ته ماتې ورکړه، خو ايرلينډ د دغو سياليو غچ له خپلو نورو سيالو لوبډلو څخه واخيست او په پايلوبه کې بيا له افغانستان سره مخامخ شو.ايرلينډ ونه شو کولی ، چې د افغانستان د سپېن بالينګ پر وړاندې مقابله وکړي او افغانستان په لسو وېکټو پايلوبه وګټله.

په بهرنيو ليګونو کې د نبي او راشد ګډون

افغانستان چې کرېکټ يې ورځ تر بلې د پرمختګ په لور روان دی، د لوبډلې په ترکيب کې داسې پياوړي لوبغاړي لري ، چې نړيوالو ليګونو ته هم ور وپېژندل شول.

 ۳۲ کلن نبي عيسی خېل لومړى افغان لوبغاړي و ، چې په (اي پي ايل) سياليو کې په ۳ ميليونو هندۍ کلدارو د سن رايزر حيدرآباد لوبډلې له خوا واخيستل شو او بل افغان لوبغاړى راشدخان هم د همدې لوبډلې له خوا په ۴۰ ميليونو هندي روپيو واخيستل شو.

د اي پي اېل له ليلامۍ دڅو اوونيو له تېرېدو وروسته دواړه افغان لوبغاړي بيا د وېسټ انډيز په کورنيو سوداګريزو سياليو (کارابين پريمير ليګ) کې واخيستل شول ، چې نبي عيسی خېل د سنت کيټس او نيوس پيټرايټس لوبډلې له خوا په ۹۰ زره ډالرو او راشد خان بيا د ګاينا امازون لوبډلې له خوا په ۶۰ زره ډالرو واخيستل شو.راشد خان خپله زړورتيا او وړتيا د کرېکټ په نړۍ کې ښکاره کړه او  په اوسنيو بيګ باش سياليو کې د (اډليډ سټرايکر) لوبډلې له خوا ور سره د لوبيدو تړون لاسليک شو.

په دې سره راشد ارمان لومړنى افغان لوبغاړي شو ، چې په دې ليګ کې لوبه کوي. محمد نبي عيسی خېل هم په بېګ باش ليګ کې اخيستل شوي، خو دى د ويسټ انډيزي بالر سونيل نارين پر ځای د ملبورن رنيګيډز لوبډلې سره لوبه کوي.

د زمبابوې پر وړاندې د افغانستان نه ماتېدونکې منډې:

په لومړي ځل په ۲۰۱۴ م کال کې د زمبابوې خلاف له دوه اړخيز سيريز راهيسې افغانستان د زمبابوې پر وړاندې په سيريز کې د ماتې خوند نه دى څکلى. د دواړو لوبډلو ترمنځ د ۲۰۱۴ م کال د يو ورځنيو لوبو سيريز لوبډلو ترمنځ دوه پر دوه مساوي شوى و.

په ۲۰۱۵ م کال کې افغانستان د يو ورځنيو لوبو په درېيو سيريزونو کې زمبابوې ته ماتې ورکړه، چې يو يې هم د ۲۰۱۶ م کال په پيل کې و.افغانستان د ۲۰۱۷ م کال د فبرورۍ په مياشت کې د دغې افريقايي لوبډلې خلاف د خپلو منډو غځولو لړۍ

ته ادامه ورکړه او سيريز يې درې په دوه کې ترې وګاټه.

 که څه هم په دې يو ورځنيو لوبو سيريز کې زمبابوې لومړي دوې سيالۍ بايلودې، خو وروسته يې بيا له افغانستان څخه هم دوه سيالۍ وګټلې.د سيريز برخليک ټاکونکې سيالۍ کې د افغانستان له خوا د باران يا اورښت له کبله زمبابوې لوبډلې ته په ۲۲ اورونو کې ۱۶۱ منډې هدف ورکړل شو، چې د ياد هدف په تعقيب کې زمبابوې لوبډله يوازې په ۵۴ منډو وسوځېده چې دا په يو ورځنيو لوبو کې د زمبابوې لپاره دويم ځل و، چې په کمو منډو سوځېږي.

د افغانستان له خوا ايرلېنډ کلين سويپ کول:

ايرلينډ لوبډلې له اماراتو څخه سيريز دوه په صفر وګاټه. دوی د افغانستان دسياليو لپاره ښه چمتووالى نيولى و او په ګرمه وينه کې وو.

ايرلينډ لوبډله د هندوستان په ګريټر نويډا لوبغالي کې له افغانستان سره په درې شل اوريزو، پنځو يو ورځنيو او يوې ټېسټ لوبه کې مخامخ شوه ، چې شل اوريزې لوبې يې درې په صفر، يو ورځنۍ لوبې يې درې په دوه او (اي کپ) څلور ورځنۍ سيالي يې په يوه اننګز افغانستان لوبډلې ته وبايلله

اي پي اېل چې راشدخان به يې تل په ياد لري: د راشد خان استعداد هغه مهال لا زيات ښکاره شو ،چې د اي پي اېل سياليو د پيل په لوبو کې يې وېکټې واخيستې او دغه ليګ ته
 يې ښه پيل ورکړ، خو سوال دا دي چې ايا دى به له دغو
۴۰ ميليونو هندي روپيو څخه راضي وي؟هغه شايد تر ډېره ترې راضي وي. د ۲۰۱۷ م کال په اي پي ايل سياليو کې د ورو توپ اچوونکو په ډله کې د سويلي افريقا له عمران طاهر وروسته راشد خان دويم ډېرې وېکټې اخيستونکي بالر و ، چې ۱۷ وېکټې يې اخيستې وې.

افغانستان په کارابين کې د وېسټ انډيز پر وړاندې: په دې سفر کې له افغانستان سره محمد شهزاد محمدي، چې افغانستان تر ډېره د منډو تکيه پر همده کوي، نه و، ځکه چې دى د ناقانونه درملو د کارولو په تور د اي سي سي له خوا د بنديز سره مخامخ شو. وېسټ انډيز د شل اوريزو سياليو لړۍ درې صفر له افغانستان وګټله، خو د يو ورځنيو لوبو سيريز يې ورسره مساوي پاى ته ورساوه.

پنځه ورځنيو لوبو ته داخلېدل: د جون دوه وېشتمه نېټه د افغانستان دکرېکټ لپاره يوه تاريخي نېټه وه چې په کې افغانستان ته له ايرلينډ سره يو ځای د ټېسټ سياليو غړيتوب ورکړل شو او دواړه هېوادونه د کرېکټ نړيوالې شورا له خوا د يوولسم او دوولسم ټېسټ هېوادونو په توګه معرفي شول.ايرلينډ به په ۲۰۱۸ م کال خپله لومړۍ ټېسټ لوبه له پاکستان او افغانستان او بيا به يې له هندوستان سره ترسره کړي.

راشد خان؛ د ۲۰۱۷ م کال بريالى لوبغاړى :

د ايرلينډ، زمبابوې او افغانستان لوبډلو د لوبغاړو په منځ کې راشد خان ارمان د ۲۰۱۷ م کال کامياب او له لاسته راوړنو ډک لوبغاړى نومول شوى دى.

راشد خان په يو ورځنيو لوبو کې په ۸،۳ اقتصادي توپ اچونې سره ۴۳ وېکټې اخيستي دي. په شل اوريزو لوبو کې يې په ۵۷،۴ اقتصادي توپ اچونې سره ۱۷ويکټې اخيستې دي.د يادونې وړ ده چې په ۲۰۱۷ کال کې په دوامداره توګه په شل اوريزو او يو ورځنيو لوبو کې له افغانستان سره د بريا په برخه کې زيات رول راشدخان لوبولى دی، چې افغانستان په ۲۶ ترسره شويو سياليو کې په ۱۵ کې برياوې ترلاسه کړې دي ، خو زمبابوې او ايرلينډ بيا په کې د بريا په پرتله زياتې سيالۍ بايللې دي.

په ۲۰۱۸ کال کې مخکې تګ ته هيلې :  ۲۰۱۸ م کال به د افغانستان او ايرلينډ دلوبډلو لپاره بوخت کال وي. دوی به د پنځه ورځنيو لوبو له
 بڼې (فارمټ) سره د بلدتيا لپاره چمتووالي نيسي. همدارنګه په مارچ کې د زمبابوې په کوربتوب
۲۰۱۹ م کال نړيوال جام ته د غوراوي پړاو سيالۍ پيليږي ، چې د دې درېو هېوادونو په ګډون اووه نور هېوادونه، چې په هغو کې ويسټ انډيز هم شامل دى، ګډون کوي.

د دې لسو لوبډلو له ټورنمنټ څخه به يوازې دوه لوبډلې نړيوال جام ته لاره ومومي. په ۲۰۱۹ م کال دنړيوال پنځوس اوريز جام سيالۍ د لسو لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي ، چې سويلي افريقا، هندوستان، اسټراليا، نيوزيلينډ، انګلينډ، سريلانکا، پاکستان او بنګله دېش لوبډلو د يو ورځنيو لوبو د درجه بندۍ له لارې ورته مستقيماً لاره موندلې ده.    

     حنيف افغان دکرېکټ شنونکى

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha