صفحه اصلی | hiwad | لوبې | افغانستان او زمبابوې ۷سيالۍ کوي

افغانستان او زمبابوې ۷سيالۍ کوي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
افغانستان او زمبابوې ۷سيالۍ کوي

د افغانستان او زمبابوې د کرېکټ ملي لوبډلې به په خپل منځ کې دوې ۲۰ اووره او ۵ يو ورځنۍ سيالۍ ترسره کړي.د افغانستان کرېکټ بورډ وايي: دا سيالۍ د افغانستان په کوربه توب د متحدو عربي اماراتو د شارجې د کرېکټ په نړيوال لوبغالي کې ترسره کېږي.

کرکټ بورډ وايي : (( دا سيالۍ ډېرې مهمې دي، ځکه چې موږ په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې د محدودو اورونو ډېرې لوبې نه دي کړي، نو د لوبو دغه لړۍ به زموږ اړخ ته يو ښه فرصت وي، چې هڅه وکړو، په راتلونکي کال کې نړيوال جام ته د غوراوي له سياليو وړاندې، چې په زمبابوې کې تر سره کېږي،  يو بل ته د يوه ټيم په توګه سره نږدې شو.))د افغانستان دکرېکټ بورډ عمومي رييس، شکرالله عاطف مشعل، د سياليو په اړه وويل: (( د دغو دوو شل اوريزو لوبو او پنځو يو ورځنيو نړيوالو لوبو لړۍ دواړو هېوادونو ته دا ارزښتناک فرصت ور کوي، چې د نړيوال جام د غوراوي پړاو د تياريو لپاره، چې په مارچ کې تر سره کېږي په رقابتي کرېکټ کې سره مخامخ شي. دواړو لوريو په تېرو وختونو کې هم د يو بل پر وړاندې د کرېکټ ښې لوبې کړې دي او په دغو لوبو سره به ډاډ تر لاسه کړو، چې د کرېکټ مينه وال به د افغانستان او زمبابوې تر منځ د يوه عالي کرېکټ ليدونکي وي.))

کرېکټ بورډ د دغو سياليو نېټې په دې ډول اعلان کړي:

لومړۍ شل اوريزه نړيواله لوبه ۲۰۱۸ کال، د فبروري ۵ مه

دويمه نړيواله شل اوريزه لوبه ۲۰۱۸ کال، د فبروري ۶ مه

لومړۍ يو ورځنۍ نړيواله لوبه ۲۰۱۸ کال، د فبروري ۹ مه

دويمه يو ورځنۍ نړيواله لوبه ۲۰۱۸ کال، د فبروري  ۱۱مه

درېيمه يو ورځنۍ نړيواله لوبه ۲۰۱۸ کال، د فبروري ۱۳ مه

څلومه يو ورځنۍ نړيواله لوبه ۲۰۱۸ کال، د فبروري ۱۶ مه

پنځمه يو ورځنۍ نړيواله لوبه ۲۰۱۸ کال، د فبروري ۱۹ مه

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha