صفحه اصلی | hiwad | لوبې | د سرتېرو په وياړ د واليبال په سياليو کې حيات لوبډله اتله شوه

د سرتېرو په وياړ د واليبال په سياليو کې حيات لوبډله اتله شوه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د سرتېرو په وياړ د واليبال په سياليو کې حيات لوبډله اتله شوه

د سرتېرو په وياړ دغه سيالۍ چې له تېرو دوو اوونيو را په دې خوا روانې وې وروستي پړاو ته يې د حيات او اراکوزيا لوبډلې وتلې وې. د دې سيالۍ په ترڅ کې حيات لوبډلې وکړاى شول ،

چې اتلولي خپله کړي او د واليبال د روانو لوبو لومړى مقام خپل کړي.ددې سياليو نندارې ته د هلمند ولايت مرستيال او سرپرست سردارمحمد همدرد ، د سرحدي لوا قوماندان او يو شمېر نور دولتي مسوولين هم ورغلي وو.

سرپرست والي په هلمند کې سپورتې برخه پياوړې وبلله او ژمنه يې وکړه ، چي د ولايت مقام به يې تر خپله وسه ستونزې حل کړي.د لوبې په وروستيو کې د ټورنمېنټ ملاتړو کسانو ته د سپورت آمريت له لوري ستاينليکونه ورکړل شول او د هلمند د والي حيات الله حيات له خوا د هڅونې له پاره لوبغاړو ته لس زره افغانۍ انعام ورکړل شوې او پر يوشمېر تکړه لوبغاړو ډالۍ هم وويشل شوې.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha