صفحه اصلی | hiwad | لوبې | د آسيا جام ګټل او د پاكستان په وړاندې تاريخي بريا !

د آسيا جام ګټل او د پاكستان په وړاندې تاريخي بريا !

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني د افغانستان ملت ته د (( آسيا د ځوانانو په جام )) کې د هېواد د كرېكټ د نولس کلنو لوبډلې د اتلولۍ مبارکي وايي. د افغانستان ځوانې لوبډلې په پاى لوبه کې د پاکستان د نولس کلنو د كرېكټ لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره وتوانېده چې د خپل هېواد لپاره د اتلولۍ جام وګټي.

د آسيا د ۱۹ کلنو لوبډلو د کرېکټ لوبې په ماليزيا کې وشوې، افغان لوبډله په پاىلوبه كې له پاكستان سره مخ شوه او د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره يې په پنځوس اوريزه لوبه کې د پاكستان په وړاندې ۲۴۸ منډې جوړې کړې. په افغان لوبغاړو کې اکرام علي خېل د ۱۰۷ منډو په جوړولو سره سليزه وکړه او ښه وځلېد. رحمن الله ګوربز ۴۰ ابراهيم ځدراڼ ۳۶ او دروېش رسولي ۱۸ منډې وکړې. د پاکستان لوبډلې ټاکلى هدف پوره نه کړ او سخته تاريخي ماتې يې وخوړه. په هند کې افغان سفير شيدا احمد ابدالي دا افغانستان ته تاريخي بريا بللې ده. نوموړي پر ټويټر ليکلي: (( افغان ۱۹ کلنو کرېکټ لوبغاړو پاکستان ته په تاريخي ماتې ورکولو سره داسې پړاو رامنځ ته کړ، چې د کرېکټ نړۍ ته يې د نوي نسل اتلان وړاندې کړل.)) افغان لوبغاړى مجيب په دې لوبه کې ښه وځلېد پنځه پاكستاني لوبغاړي يې وسوځول. نوموړي د جايزې اخيستلو په مراسمو کې وويل، ټولو افغانانو ته مبارکي وايي، له پاکستان سره يې په ډېره جذبه لوبه وکړه. په پاکستان کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال د کرېکټ ددې بريا مبارکي ويلې ده. د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلمشر محمد نبي پر ټوېټر ليکلي: (( دوى به د کرېکټ د هنر له بېخ بنا او اسانتياوو بې برخې وي، خو دوى د اتلولۍ ګټلو په مخ کې کوم خنډ ته نه ګوري.)) په دې سياليو کې افغانستان نيپال ته په ماتې ور کولو سره پايلوبې ته ووت او له پاکستان سره مخ شو. د افغانستان لپاره د آسيا جام پايلوبې ته وتل هم تاريخي برى دى، ځکه دا لومړى ځل دى چې افغانستان د دغو اتلوليو پايلوبې ته وځي او دا لوبه ګټي. په دې سياليو کې افغان لوبډلې خپله لومړۍ لوبه هم له پاکستانه په ستر توپير ګټلې، دويمه يې سريلانکا ته بايلوده، خو درېيمه يې له اماراتو په لوى توپير وګټله. د آسيا کپ د ۱۹ کلنو لوبډلو سيالۍ په ماليزيا کې د نومبر پر ۱۱ پيل شوې وې. په دې سياليو کې افغانستان، پاکستان، هند، سريلانکا، بنګله دېش، متحدو عربي اماراتو، نيپال او د کوربه ماليزيا لوبډلو ګډون درلود. د دې لوبې لومړى بيټنګ افغان لوبغاړو وکړ او ۲۴۷ منډې يې جوړې کړې. په ځواب کې پاکستاني لوبغاړي د ۶۳ منډو په جوړيدو وسوځېدل. د افغانستان له لوري اکرام علي خپل ۱۰۷ منډې جوړې کړې او افغان ټيم يې په پښو ودراوه، ده ته د غوره لوبغاړي جايزه هم وركړل شوه. د بالنګ په برخه کې مجيب ځدارڼ يو ځل بيا د پاکستان لوبغاړي داسې وسوځول چې د لوبې پر مهال بهرني تبصره کوونکي ويل چې د افغانستان له خوا دغه يو مجيب د پاکستاني لوبغاړو لپاره بس دى. مجيب ځدراڼ د پاکستان پنځه لوبغاړي اوټ کړل او د جايزې وړ وګڼل شو. په همدې اتلولۍ کې په خپل ګروپ کې هم افغان لوبغاړو پاکستان ته سخته ماتې ورکړې وه، هغه پلا هم مجيب د پاکستان ۶ لوبغاړي سوځولي وو. په دې لوبو کې مجيب په لويه برخه كې ۲۰ ويکټې واخيستې. د افغانستان ۱۹ کلن ځوانان، له لويې بريا سره ه : Post on Facebook Facebook Add to your del.icio.us del.icio.us Digg this story Digg StumbleUpon StumbleUpon Twitter Twitter

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha